1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان به د سترو بحران ځپلو هيوادونو په ډله کې وي

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د موندلو پر بنسټ په راتلونکي کال کې به افغانستان، سومالیا او اتیوپیا له شدیدو بشري ناروینو څخه اغیزمن شي. د یادې کمېټې معلومات ښیي چې په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4KvKO
Afghanistan I Auswirkungen von Hunger und Armut auf vertriebene Familien
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د ژوغورنې نړیوالې کمیټې(آی آر سي) د وړاندوینې پر اساس په راتلونکي کال کې به سومالیا، اتوپیا او افغانستان هېوادونه له بشري ناورینونو څخه اغیزمن شي.

د دغه سازمان په یوې ارزونه کې چې د چهار شنبې په ورځ په برلین کې خپره شوه، د لومړي ځل له پاره اوکراین له ۲۰۱۷م کال څخه وروسته یو وار بیا د یاد سازمان د څارنې په لیست کې شامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو استازې: د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خرابیږي

د ژغورنې نړیواله کمېټه په دغه لیست کې ۲۰ هېوادونه شامل کړي چې په راتلونکي کال کې به له سختو بشري ناورینونو سره مخ شي. په دغه لیست کې کانګو څلورم ځای لري او وروسته له هغه یمن، سوریه، جنوبي سوډان، بورکینا فاسو، هایتي او اوکراین هېوادونه دي. دا کمېټه د خپلو څېړونو او ارزونو له مخې وسله والو جګړو، اقلیمي بدلونونو او د اقتصادي ناورینونو لاملونو ته اشاره کړې ده.

د ژوغورنې نړیوالې کمېټې د معلوماتو له مخې د نړۍ په کچه شاخوا ۳۴۰ میلیونه وګړي مرستو ته اړ دي. ۱۰۰ ميلیونه ښځي او نارینه په جلا وطنۍ کې ژوند تېروي.

 په دې سروې کې راغلي دي چې د اړمنو وګړو مخ پر زیاتېدونکی شمېر ښیي چې نړیوال سیسټمونه او امنیتي تدابیر لکه ديپلوماتیک تړونونه، د نړیوالې ټولنې محکمې، یا د اقلیم د بدلون ګواښ لومړنی سیسټم په سمه توګه کار نه کوي.

د ژغورنې نړیوال سازمان اجرایي مدیر رالف آخنباخ ویلي دي: «نړۍ د وسله والو جګړو، اقلیمي بدلون او د اقتصادي سقوط له ناورینونو سره مخ ده.»

د ژغورنې نړیوال سازمان د وړاندوینې پر اساس، د آلمان حکومت باید له بحران ځپلو هېوادونو لکه سومالیا سره تر نیمایي کچې بشري او پراختیایي مرستې برابرې کړي او له نا دولتي نړیوال سازمانونو سره هم مرسته وکړي. سربېره پر دې باید د اقلیمي بدلونونو پایلې په دغو مرستو کې په جدي توګه په پام کې ونیسي.

په دغه تحلیل کې راغلي دي چې دا بشري ناورینونه حتمي نه دي، بلکې د انساني پریکړو پایله ده.

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې په روان کال کې په یمن کې د نړیوالې ټولنې په منځګړیتوب شپږ میاشتنی اوربند د دغه جګړي له پیل څخه په ۲۰۱۴م کال کې د یوې سوکالې اوږدې دورې لامل شوی دی. سربېره پر دې په بنګله دیش کې د ساحل ساتنې په سیسټمونو باندې پانګونه کولی شي له طبیعي ګواښونو څخه د زرګونو کسانو ژوند وژغوري.

(KNA) pa/af