1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

افغانستان: ایا د بشري مرستو بندیدل انساني فاجعه رامنځته کوي؟

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

افغانستان د نړۍ یو د بشري او انساني لویو بحراني منطقو د جملې څخه دی.

https://p.dw.com/p/4LXil
Ukraine humanitäre Hilfe
انځور: Stanislav Krasilnikov/TASS/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ارقامو پراساس تقریبأ ۲۸ ملیونه انسانان کومکونو ته محتاجه دي، چي د دغه هیواد د نفوسو تر نیمايي هم اضافه تشکیلوي. افغانان د سختي لوږي سره مخامخ دي، کومه چي د لسیزو دوامداره شخړو، سیاسي او اقتصادی بحرانونو په نتیجه کي رامنځته سوې ده.  
د حاکمو طالبانو لخوا په غیر حکومتي خیریه سازمانونو کي د ښځینه کارکونکو اوسنی ممانعت دغه مشکل او د خلګو بدبختۍ او رنځ نور هم اضافه کوي. کیدلای سي په ملیونو ښځو او نجونو ته د دغه ممانعت په دلیل کومکونه ونه رسیږي، ځکه امکان لري د هغوی ضرورتونه نور په صحیح ډول سره معلوم نسي او یا داچی په صحي بخش کي ښځینه کارکونکي نوري نسته. 
سربیره پردې ډیرو سازمانو د طالبانو د فرمان پرضد په احتجاجي ډول سره د خپلو کارونو یوه برخه او یا ټوله متوقف کړي دي. د هغې جملې څخه د لوږي جهاني سازمان، سیف د چلندن یا کوچنیانو د حمایې سازمان، کییر خیریه سازمان او یا د ناروې د مهاجرینو شورأ او نور دي.