افغانستان او پاکستان د کرکیټ نړیواله لوبه کوي
۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبهد پاکستان د کرکیټ کمېټې ویاندي ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان د کرکیټ ملي لوبډله به د روان کال د دسمبر میاشتي پر اتمه نیټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کي سره ولوبیږي. په دې سره به دواړي لوبډلي د راتلونکو نړیوال شل اوریزو لوبو له پاره چمتوالی ونیسي.
پاکستان د کرکیټ په برخه کې په نړیواله کچه له مخکښو هیوادونو څخه دی. له دې کبله د دغي لوبډلې پر وړاندي د افغانستان لوبیدل د دغه هیواد له لوبډلې سره د تجربې په ډیریدو کې مرسته کوي. د پاکستان د کرکیټ کمېټې ویاند وویل: «له افغان لوبډلې سره د یوې نړیوالي شل اوریزي لوبي ترسره کول زموږ له خوا په افغانستان کې د کرکیټ لوبي له ودي سره مرسته کول دي.»
تر دې مخکې په مارچ میاشت کې د پاکستان او افغانستان د کرکیټ کمېټو یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پاکستان لوبډلي د افغانستان د کرکیټ له ملي لوبډلي سره د مرستو ژمنه کړې وه.
افغانستان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال کې نړیوالو شل اوریزو لوبو ته لاره پیدا کړه خو په دغو سیالیو کې د کومي لوبو په ګتلو ونه تواندی. افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم د کرکیټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته لار موندلې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د کرکیټ لوبې ډیره وده کړې ده. اوس مهال افغان لوبډله په نړیواله کچه د کرکیټ د دوهمه درجې لوبډولو په ډله کې شامله ده.
د افغانستان د کرکیټ بورد اجرايوي رئيس محمد مراد، له پاکستان سره د نړیوالې لوبې د پلانیدو په اړه خوښي څرګنده کړه. هغه وویل: «موږ ډير خوشحاله يو چي داسي يوه موقع راته برابره شوې ده چي کولای شو د کرکیټ د نړیوالې کمیټې له یوه پوره غړي سره لوبه وکړو.»
هغه وویل چې په دې لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلي له پاره بريا يا ناکامي ډیر اهمیت نه لري خو د هغه په خبره افغانستان کولای شي له دې لوبي څخه ډیره تجربه ترلاسه کړي.