افغانستان او پاکستان مهم ترانزيتي تړون لاسليک کړ
۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعهافغان سوداګرو له تيرو څو کلونو راهيسي شکايت درلود چي په سلګونو کانټينر يي د کراچۍ او ګوادر په بندرونو کي ولاړ پاتي دي. تردې دمخه دغه اسانتياوي ډيري محدودي وې.
اوس د دواړو ملکونو سوداګريز مالونه له خنډونو پرته کولای سي د لارۍ موټرو په مټ د پولو د دواړو غاړو ټولو لويو ښارونو او کوچنيو ښارګوټو ته يوړل سي.
دغه مهم سوداګريز سند چي د جوزا مياشتي تر نيمايي وروسته به په عملي توګه کارول کيږي، نن د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستيال ظفر محمود تر منځ په کابل کي لاسليک سو.
د احدي د وينا له مخه پس له دي به د پاک – افغان سوداګرو په وړاندي ټولي پرتي ستونزي له مينځه ولاړي سي.
« زموږ د سوداګرو موټر اوس کولای سي چي د پاکستان د تورخم، کراچۍ، ګوادر، لواړګي، لاهور او نورو ټولو سوداګريزو بندرونو ته بې له کوم ممانعت څخه تګ را تګ وکړي او د پاکستان د سوداګرو موټر به هم په همدې ډول.»
تردې دمخه به د پاکستاني سوداګرو مالونه يوازي تر افغاني پولو او برعکس به را وړل کيدل.
خو اوس به هغه مالونه افغان سوداګر له ممانعت پرته د پاکستان په خاوره کي افغانستان ته تيروي کوم چي له هند او د نړۍ له نورو ملکونو وارديږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال محمود وويل چي که د پاکستان لاره افغان سوداګرو ته د جنوبي اسيا له ملکونو سره د يوه نښلونکي پله په توګه ارزښت لري همداسي د افغانستان خاوره له منځنۍ آسيا سره پاکستان ته د يوه نښلونکي پله مانا لري.
« دا ترانزيتي تړون ډير مهم دی، دا يو ښه پيل دی، دا پيل قوي ژمني له ځان سره لري، پاکستان به له منځنۍ آسيا سره نښلوي او افغانستان ته هم بې شميره ګټي لري».
دا لومړي ځل دي چي په تيرو لسو کلونو کي د پاکستان او افغانستان تر منځ په دي کچه د يوه مهم ترانزيتي سند پر سر هوکړه کيږي.
د سوداګرۍ وزارت رسمي شميري ښيي چي د پاکستان او افغانستان تر منځ هر کال د کابو يو نيم مليارد امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريزي معاملې کيږي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل