"افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کي متحد دي"
۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبهپه اسلام آباد کی افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل سیال آصف علی زرداري سره د طالب اورپکو سره د روغی جوړی د خبرو په سر خبری کړي دي. دواړو مشرانو د خبر اترو پر وخت د خپلو ګډو هڅو د همغږۍ پر اهمیت باندی ټینګار کړی دی.
د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د اسلام آباد او کابل اړیکی ترینګلی شوی وی، او د ترهګری خلاف جګړه کی افغانستان دغه خبره د ثبوت له پاره وړاندی کوله چی د ترهګرو اصلي ځالي د پولی هغه خوا دي.
د دواړو مشرانو تر لیدو کتو وروسته ولسمشر زدرای د ولسمشر کرزي سره ګډ مطبوعاتی کنفرانس ته وویل:
« دا د پاکستان جګړه ده، مونږه خپله جګړه کوو، دا هغه خلک دي چی زمونږ ماشومان، ورونه او خویندی وژني» هغه زیاته کړه « پاکستان د افغانستان او د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي، په افغانستان کی د سولی د ټیګیندو پرته په سیمه کی ثبات نا شونی دی.»
دغه مطبوعاتی کنفرانس ته افغان ولسمشر وویل:
« مونږ د غبرګونو په شان یو، زمونږه درد او خوښی هم یو شان ده. د ترهګری خلاف جګړه کی هڅی د َټولو په ګډه هڅي دي او د دی بری به هم د ټولو په ګټه وي.»
افغان ولسمشر تیره ورځ په دوه ورځنی سفر اسلام آباد ته رسیدلي. ده سره په دغه سفر کی د کابینی ځینی وزیران، د امنیتي کړیو مشرانو او سولی د عالی شوره غړي هم په دی سفر کی ملتیا کوي.
د سولی د عالی شوری د کمیسون مشر برهان الدین ربانی د پاکستان د جمیعت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سره تر لیدو وروسته په پاکستان زور راوړی چی په افغانستان کی دی روان کړکیچ ته د پای د ټکي ایښودولو لپاره د دوي سره مرسته وکړي.
تر دغه لیدنی وروسته رباني ویلي « جمیعت علما اسلام یو مهم ګوند دی، او دغه ګوند په ټولو افغان طالبانو کي نفوذ لري، مونږه د ستونزي د سیاسی حل غوښتونکي یو، او مونږ غواړو چی د دوي مرسته ترلاسه کړو تر څو په افغانستان کی سوله او ثبات رامنځ ته شي.»
مولانا فضل الرحمن ویلی چی د دوي ګوند د دغي ستونزی د سیاسی حل او د ټولو ښکیلو ډلو سره د خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.
په پام کی ده چی د افغانستان او پاکستان د سولی ګډ کمیسون به سره نن د شنبی په ورځ خپله لمړنی غونډه تر سره کړي، چی پاکستان ته د کرزي سفر د دغی غونډی اهمیت لا پسی ډیر کړی.
افغان ولسشر حامد کرزی به د پاکستان لمړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره هم وګوري او وروسته به یوګډ مطبوعاتي کنفرانس ته خبری وکړي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی