افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي
۱۳۹۰ آبان ۱۲, پنجشنبهافغانستان او پاکستان د ترکيي په کنفرانس کې د رباني تر وژل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅې کړي دي. د دواړو هیوادونو ولسمشران، امنیتي چارواکي او دیپلوماتان په ترکيي کې سره راټول شول ترڅو د خپلو اړیکو پر سر خبرې وکړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې د سولې د عالي شورا د مشر، برهان الدین رباني، تر وژل کیدو وروسته د بل هر وخت څخه ډیرې خړې شوې. خو اوس ترکیه چې د دغو هیوادونو د پخلا کولو هڅې کوي وايي چې په دغه کار کې یې پرمختګ کړی دی.
د چهارشنبي په ورځ د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی وو خو تر دغه کنفرانس یوه ورځ مخکې د ترکیي په منځکړیتوب افغان او پاکستاني چارواکو سره په بیلابیلو موضوعګانو خبرې وکړي.
یوه ترګي چارواکې ویلي چې د دغو خبر اترو پایلې له هغه څه څخه چې تمعه یې کیده هم ښې وي.
وروسته تر هغې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر، برهاند الدین رباني، د یوه ځانمرګي برید کوونکي لخوا چې خپل ځان یې د طالبانو استازی پیژنده ووژل شو، افغان ولسمشر وویل چې طالبانو سره د سولې خبرې کومې پایلې نه لري او باید په مستقیمه توګه د پاکستان سره خبرې اترې وشي.
افغانستان خو ډیرې ځلې پر پاکستان تور لګولې چې د افغانستان د سولې په بهیر کې لاسوهنې او د یاغیانو څخه ملاتړ کوي. افغان حکومت وایې پاکستان غواړې افغانستان کې د یاغیانو څخه په استفاده کولو په دغه هیواد کې د هندوستان له نفوذ څخه مخنیوي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په استانبول کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو اترو پر مهال ډواړو هیوادونو ومنله چې باید د طالبانو سره د سولې خبرې وشي.
د افغان ولسمشر د پوځې چارو مشاور، رنګین دادفر سپنتا، وایي چې د استانبول په خبرو کې یې د پاکستان څخه څو څو وارې غوښتې چې د حقاني ډلې ته اجازه ورکړي ترڅو افغانستان ته راشي او د سولې خبرې وکړي.
«مونږ حاضر یو چې د هر افغان سره چې سوله کول غواړې خبرې وکړو.»
د ترکیې د کنفرانس وروسته افغانستان، پاکستان او نورو هیوادونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کیږي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې هم د هرې ورځې په تیریدو سره امنیتي حالات کړکیچن کیږي، دغه هیواد تل افغانستان کې د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې له هر بهیر څخه ملاتړ کوي. هغه زیاتوي:
«مونږ یو آرامه او باثباته افغانستان غواړو او غواړو چې سره ښه ګاونډي ووسو.»
پاکستاني چارواکي وایي چې په افغانستان کې اوربند کولای شی د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. د استانبول په لیدنه کې پاکستان او افغانستان موافقه وکړه چې د رباني د وژني په هکله به سره ګډ کار وکړي.
تر دغې لیدني وروسته اوس افغان چارواکي وایې چې د پاکستان نیت په د دغه هیواد له راتلونکو کړو وړو څخه څرګند شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم