د طالبانو له خوا به ملابرادر د سولې هوکړه لاسليک کړي
۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه
په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو روانه جګړه پر امريکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مي حملو وروسته، پر طالبانو باندي د امريکايي الوتکو په بمباريو سره پيل شوه. د افغانستان جګړه چې د زرونو انسانانو د ژوند په بيه تمامه شوې، د متحده ايالاتو په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده. نن (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۹مه) د قطر په پلازمينه دوحه کې د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د دغې جګړې د پاي ته رسولو په موخه يوه موافقه لاسليک کيږي.
له دوحې څخه د رويترز خبري آژانس د شنبې ورځې د رپوټ په حواله، د طالبانو مشرانو ويلي دي چې د طالبانو يو ۳۱ کسيزه پلاوی د شنبې په ورځ قطر ته رسيدلې تر څو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو هوکړه لاسليک کړي. دغې ډلې زياته کړې چې د طالبانو له لوري به دغه موافقه بیا د دوی سياسي رهبرملابرادر لاسليک کړي.
په پام کې ده چې د دغي موافقې يا تړون د لاسليک کولو غونډه به د دوحې ښار په «شيراتون» هوټل کې ترسره کيږي.
د غونډې د ترسره کيدو په ځای کې د خبري کنفرانس په تالار کې يو لویه لوحه(بننر) لګول شوی چې پرې ليکل شوي دي: «افغانستان ته د سولې راوستلو تړون». د شيراتون هوټل څخه دباندي د ميلمنو، چارواکو او خبريالانو د راتلو له پاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د چارو کارپوهان د طالبانو او امريکا تر منځ دغه موافقه د ولسمشر دونالد ترمپ د خارجي سياست قمار او طالبانو ته د نړيوال مشروعيت ورکولو په سترګه ګوري، خو دننه په افغانستان کې په ميليونونه افغانان په دې تمه دي چې ننۍ موافقه به په دغه جګړه ځپلي هيواد کې د جګړې وروستۍ ورځ وي.
د ارګ فيسبوک پاڼه پرون په دې اړه د ولسمشر اشرف غني له قوله ليکلي وه: »د سولې بحث یو ملي بحث دی او موږ په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوو.«
په اسلام آباد کې د طالبانو پخواني سفيرملا عبدالسلام ضعيف پر خپل ټويټر پاڼه ليکي دي: »نن دفبروري ۲۹ ورځ ده څو ساعته وروسته به ان شاء الله تواقنامه امضاء سي، الله جل جلاله دي دا قدم دسولي لپاره ښه پيل کړي.«
ضعيف په دغه ټويټ کې زياته کړې: »په حقيقت کې دغه ورځ د ټولو افغانانو لپاره يوه تاريخي ورځ ده.«
دويچه ويله به د ورځې په جريان کې له دوحې څخه په دې اړه تازه معلومات تاسو ته ولري.