افريقا د دغو کورنيو په ولکه کې ده
په افريقا کې سياست د پياوړو کورنيو کار دی. زوی د ولسمشر په توګه د خپل پلار ځای نيسي، لور يې بيا د دولتي شرکتونو مشري کوي او مېرمن يې وزيره مقرريږي. دغسې مثالونه ډېر شته.
زوی د ځانګړو ځواکونو د مشر په صفت
موهوزي کاينېروګابا د يوګانډا د ولسمشر، يووېري موسويني، مشر زوی دی. هغه د يوګانډا په پوځ کې تورن جنرال او د ځانګړو ځواکونو اصلي قوماندان دی چې د ولسمشر د ساتنې دنده ورپه غاړه ده. د موسويني مېرمن ژانېت د معارف او سپورټ وزيره ده. د ولسمشر اوښی، سېم کوتېسا، د بهرنيو چارو وزير دی.
د ولسمشر ډېره شتمنه لور
ايزابېل دوس سانتوس د انګولا د ولسمشر مشره لور او د تر ټولو شتمنو افريقايانو په کتار کې ولاړه ده. دغه سوداګره د انګولا د مخابراتو د تر ټولو ستر شرکت او د ډېرو مغازو مشره ده. هغه د تېلو او نفتو د دولتي شرکت، سونانګول، مشره هم ده. د هغې ورور، خوزې کيلومېنو د انګولا د يوه دولتي صندوق مشري کوي چې څه باندې ۵ ميليارډه يورو په اختيار کې لري.
د خپل پلار په استازيتوب
تېودورو نګوېما اوبيانګ مانګوې د استوايي ګينيا دويم مرستيال ولسمشر او خپله د ولسمشر زوی هم دی. د هغه پلار، تېودورو اوبيانګ نګوېما مباسوګو، په دغه هېواد کې د ۱۹۷۹ راهيسې واکمن دی. د هغه بچاندر، ګابريل مبېګا اوبيانګ، بيا د نفتو وزير دی. د نفتو د دولتي شرکت مشري بيا د ولسمشر د اوښي، نسوې اوکومو، په غاړه ده.
هغه غبرګولې چې ډېر نفوذ لري
ژاينېت دېزيرې کابيلا کيونګو د کانګو د پخواني ولسمشر، لاورن کابيلا، لور ده. اوسمهال د هغې ورور، جوزف کابيلا، دغه هېواد چلوي. ژاينېت خپله د کانګو د پارلمان غړې او د رسنيو د يوه شرکت مشره ده. د پاناما اسنادو ښودلي دي چې هغه په نورو شرکتونو کې هم ونډه لري چې ښايي د ماليې نه ورکولو په چارو کې ښکېلې وي.
له سکرټرې څخه تر لومړۍ مېرمنې پورې
ګرېس موګابه د زيمبابوې د ډېرې مودې ولسمشر، رابرت موګابه دويمه مېرمن ده. هغوی سره وپېژندل کله چې هغه لا سکرټره وه. اوسمهال ګرېس په حاکم ګوند کې د ښځو د ټولنې مشره ده. داسې ګونګوسې هم شته چې هغه به ښايي د خپل ۹۲ کلن مېړه ځای ونيسي.
پخوانۍ خو ډېره زيارکښه مېرمن
نکوسازانا دلاميني زوما لومړنۍ ښځه ده چې د افريقايي ټولنې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده. هغه پخوا د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزيره او بيا د خپل پخواني مېړه، جېکوب زوما، د ولسمشرۍ په وخت د کورنيو چارو وزيره وه. اوس دغه مېرمن غواړي چې خپله ولسمشره جوړه شي.
دولت د خصوصي شرکت په توګه
د ډېرو شرکتونو او مهمو دولتي دندو په سر واک د کانګو د ولسمشر، دېنيس ساسو نګوېسو، د کورنۍ په لاس کې دی. د هغه لور کلاوديا د خپل پلار د رسنيو د دفتر مشري کوي، د ولسمشر ورور ماوريس د ډېرو شرکتونو مشر دی او د ولسمشر زوی، دېنيس کريستل، لکه چې د ولسمشر د ځای نيولو ته آماده کيږي.
ولسمشر بونګو دويم
د ډېرو کلونو له پاره، عمر بونګو اونديمبا په ګابون کې په قدرت کې وو. دغه مطلق العنان واکمن په ۲۰۰۹ کال کې د ۴۱ کلونو په عمر ومړ. په ناندرئيزو ټاکنو کې د هغه زوی، علي بونګو، له ۱۷ سيالانو څخه دغه انتخابات وګټل. د بونګو کورنۍ د نيمې پېړۍ راهيسې په دغه هېواد کې قدرت چلوي.
پلار د زوی په څېر دی
د توګو د ولسمشر، ګناسينګبې ايادېما، له ۵۰ بچيانو څخه فاورې ګناسينګبې يوازنی زوی و چې سياستوال جوړ شو. هغه اوس په دغه هېواد کې واکمن دی. په کېنيا او بوتسوانا کې هم دا مهال داسې کسان واک ته رسېدلي دي چې پلرونه يې هم ولسشمران ول.