1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افراطي‌‌ ډلې د کرونا ګډوډۍ او بحران ته د فرصت په سترګه ګوري

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

هم داعش او هم القاعده کرونا ته د ګواښ‌ په سترګه ګوري.‌ خو ځينې جنګيالي‌ يې دغه وبا او ګډوډي‌ يو فرصت هم ګڼي‌‌ څو ملاتړ پيدا او لا سخت بريدونه وکړي. طالبانو بيا نړيوالو مرسته کوونکو ته هرکلی ويلي‌ دی.

https://p.dw.com/p/3aPI8
Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

د افراطي ډلو پيغامونه د کرونا ويروس په هکله د هغوی اندېښنه ښيي‌ خو ځينې تندلاري کسان ورته هر کلی هم وايي، ځکه چې د غيرمسلمانانو له پاره يوه سزا يې بولي.‌

هغوی پر خپلو پلويانو باندې غږ کوي‌ چې توبه دې وکاږي‌ او پر خپل ځان دې پام وکړي.‌ القاعدې د سه شنبې په ورځ‌ په يوه بيانيه کې ويلي‌ دي چې غيرمسلمانان په قرنطين کې له خپل وخت څخه ګټه اخلي څو د اسلام په هکله زده کړې وکړي.‌

خو داعش په خپله النبا نومي‌ د خبرونو مجموعه کې د مارچ مياشتې په نيمايي کې ليکلي‌ دي چې پلويان دې يې پر چا رحم ونه لري‌ او د کړکېچ په دغه وخت کې دې بريدونه هم وکړي.‌ د سه شنبې په ورځ‌ د کړکېچ نړيوالې ډلې يا »انترنېشنل کرايسيس ګروپ« خبرداری ورکړی دی چې نړيواله وبا هغه نړيوال پيوستون ته هم ګواښ‌ پېښوي‌ چې له افراطيانو سره د مبارزې له پاره کليدي‌ اهميت لري چې »جهاديانو ته اوس امکان ورکول کيږي چې حيرانونکو تروريستي بريدونو ته ښه چمتوالی ونيسي.«

په چاد او مصر کې ستر بريدونه شوي‌ دي

سره له دې چې تر وخت مخکې خبره ده چې شنونکي اوس لا‌ ووايي‌ چې د کوم بريد پړه پر هغو وسله والو ډلو اچول کېدای شي‌ چې له نړيوالې وبا يې ګټه اخيستې څو خپل فعاليتونه ډېر کړي،‌ خو د مارچ مياشتې په پای کې مسلمانو تندلارو کسانو د چاد هيواد د پوځ پر وړاندې خپله تر ټولو مرګونې حمله تر سه کړه.‌ دا هغه هيواد دی چې د تروريزم ضد چارو يو لوی حامي دی. په دغه پېښه کې د نايجريا او نايجر له پولې سره جوخت ۹۲ عسکر ووژل شول.

په مصر کې دوو پوځي‌ چارواکو په مارچ مياشت کې د داعش د بريدونو له اوج څخه خبر ورکړی دی چې د سينا ټاپو وزمې په شمال کې رامنځ ته شوي‌ دي. دغو کسانو د نوم نه اخيستلو په شرط‌ خبرې کولې، ځکه چې له رسنيو سره د خبرو اجازه يې نه لرله.‌ په داسې حال کې چې په سوريه او عراق کې د ويروس له خپرېدو راهيسې د بريدونو ډېروالی ليدل شوی نه دی، خو دغې وبا د متحده ايالاتو په مشرۍ پوځي ائتلاف دې ته اړ کړی چې په عراق کې د پوځي‌ روزنې فعاليتونه بند کړي.‌

په ورته وخت کې له مختلفو اډو څخه وتل هم په نظر کې نيول شوي او پلان شوي‌ دي.‌ داسې نخښې هم شته چې امريکا،‌ بريتانيا او نور پوځونه به هم د ويروس له کبله پر شا کيږي‌ چې په دې سره به افراطيانو ته ساحه ورپرېښودل شي. ‌دغه خطر د ساحل نومې سيمې په اوږدو کې په افريقا کې هم شته يعنې د چاد جهيل او د سوماليا په هيواد کې چې د متحده آيالاتو پوځ پکې‌ خپل متحدين په تېرو مياشتو کې په دې خبرې سره حيران کړل چې خپل فعاليت يې راکم کړ او ويې ويل چې له چين او روسيې څخه ګواښونو ته به له دې وروسته خپل پام اړوي.

په افغانستان کې طالبان څه وايي؟

په افغانستان کې طالبانو داسې ويډيوګانې خپرې کړې دي چې جنګياليو يې پکې ماسکونه او صابون پر خلکو باندې وېشلي‌ دي.‌ هغوی همداراز ټولو مرستندويو ټولنو ته د امنيتي‌ ضمانتونو د ورکولو خبره کړې ده چې د ويروس له قربانيانو سره مرسته کوي‌‌ يا د دغې وبا د خپرېدو مخه نيسي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد،‌ اسوشيتد پرس خبري‌ اژانس ته ويلي‌ دي‌ چې »که خدای مه کړه،‌ دغه خپرېدنه په داسې يوه سيمه کې صورت ونيسي‌ چې موږ پکې وضعيت کنترولوو،‌ نو بيا کولی شو په هغه سیمه کې جګړه هم بنده کړو.«