1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اطریش د کرونا قیودات کرار کرار لیري کوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

اطریش غواړي تر عیسوي ایستر اختر وروسته پدې باندي شروع وکړي، چي د کرونا ویروس د شیوع پرضد وضع سوي سخت تدابیر په کراره سره راکم کړي. په لمړي سر کي به کوچني دوکانونو او د ساختماني وسایلو مغازې بیرته خلاصي سي.

https://p.dw.com/p/3aXPi
Österreich Bundeskanzler Sebastian Kurz
انځور: picture-alliance/dpa/Apa/H. Fohringer

اطریش د کرونا د نوي ویروس د شیوع په مقابل کي ډیر ژر او جدي اقدامات تر لاس لاندي ونیوله. ځکه یې نو هیواد د صدراعظم، سباستیان کورڅ په حواله غواړي بیرته هم ژر د دغه بحران څخه راووزي. خو په خبره یې «یوازي په هغه صورت کي، چي د دغو مقرراتو نور تدابیر مراعت سي.»

کورڅ اضافه کړه، چي د خلګو پر تګ راتګ باندي به محدودیتونه د اپریل میاشتي تر پایه پوري پاته سي. اوس هم دا قیودات اعتبار لري، چي اجتماعي تماسونه به نه تر سره کیږي او فاصله به مراعتیږي. هغه کسان چي په یوه فامیل پوري مربوط ندي، هم اجازه نلري، په ایستر اختر کي یو بل ته سره ولاړ سي. په خبره یې، «د ایستر هفته به قاطع کونکې وي. د هغه ځایه څخه چي هیڅ شی معلوم نه دی، نو هم نسو کولای یو پلان طرحه کړو. خو بیا به هم هدف داوي، چي قدم په قدم سره جامعه پرانیزو.»

نور تصامیم به د اپریل په پای کي ونیول سي

د اپریل میاشتي په اخره کي به تصمیم ونیول سي، چي ایا د مئ میاشتي د اولي څخه به ټوله کاروبار، لکه مغازې، دوکانونه، سلمانۍ او نوري مؤسسې بیرته په کار شروع وکړي؟ خو فقط تر سختو او جدي امنیتي تدابیرو لاندي، لکه د ماسکونو ایښولو او مغازو ته د محدودو کسانو د ورننوتلو قیودات. ماسکونه باید همدارنګه په عامه ترانسپورټ کي هم کښیښول سي. خو دا چي هغه به په کارځایونو کي هم مراعتیږي، هغه د هري مؤسسې په خپل تصمیم پوري اړه لري.

نور ټوله بخشونه، هوټلونه او رستورانونه به د می میاشتي د نیمايي څخه په کارونو باندي شروع وکړي. مکتبونه باید د مئ تر نیمايي پوري تړلي پاته سي، محفلونه او غونډی به د حداقل جون میاشتي تر اخره پوري نه دایریږي.