اطريش له گولان څخه خپل سرتيري راباسي
۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبهد ملګرو ملتو څه ناڅه۷۰ اطریشي شین خولي پوځیان د ګولان د تپو د القنیطره پوستې څخه ، چي د سوریې او اسرائیلوتر منځ د اوربند کرښه ده، د خپلو زغره والو ټانکونو په مرسته اسرائیلو ته تللي دي.
د اطریش حکومت د جون میاشتي پر ۶ د خپلو ۳۸۰ شنو خوليو سرتيرو د وتلو اعلان کړی وو او د هغه دلیل یې دغه ماموریت ته د سوریې د داخلي جنګ څخه مخ پر زیاتیدونکی خطر بللی وو.
حایله سیمه
د ملګرو ملتو د شنو خولیانو دغه ماموریت له ۱۹۷۴کال راهیسي د اسرائیلو اود هغه د شمالي هیوادو، لبنان او سوریې تر منځ څه ناڅه۷۰ کیلومتره اوږده غیر نظامي سیمه کنټرولوي.
اطریش له اوله په دغه ماموریت کی برخه درلوده او د هغه د تقریباً۱۰۰۰ شنو خولیانو څخه یې۳۸۰ تنه په اختیار کي ورکړي وه. د دوی پرڅنګ نور مهم ځواکونه د هندوستان او فلیپین هیوادونو څخه دي.
د اطریش تر مخه کاناډا، جاپان او د همدغه کال په مارچ کي کروشیا خپل پوځیان د ګولان له سيمي څخه راوایستل. د روسیې دا وړاندیز چي د اطریشي پوځیانو ځای دي ونیسي، د ملګرو ملتو د امنیت شورا په دې دلیل رد کړ، چي د دغي شورا د دایمي غړي په حیث روسیه نه سي کولای د UNDOF ماموریت په چوکاټ کي ګولان ته عسکر ولیږي.
د ګولان له تپو څخه د اطریشي شنو خوليو پوځیانو د ایستلو له کبله په اسرائیلو کي اندیښنې
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو په وارو وار ویلي دي، چي تر هغه پوري چي له سوریې څخه د دوی په مقابل کي زورزیاتی و نه سی، دوی به د دغه هیواد په کورني جنګ کی مداخله و نه کړي. خو د UNDOF ماموریت قطعي ختمیدل به حالت نور هم خراب کړي.
د اسرائیلو د استخباراتي ادارې یوه مامور چي نه یې غوښتل نوم یې واخيستل سي، وویل چي «زموږ لویه اندیښنه دا ده چي موږ به په ګولان کي داسي حالت ولرو، لکه د غزې په تراډه کي. مذهبي تندلاري به له سوریې څخه زموږ پر مدني ټولنه باندي توغندی و توغوي.»
اسرائیلو د ګولان مهمي ستراتیژیکي تپې د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځني جنګ کي ونیولې. خو د ملګرو ملتو د UNDOF په چوکاټ کي شنو خوليو په ۱۹۷۳کال کي د یوم کیپور تر جنګ وروسته د ګولان تپو ته ولاړل.
کلونه کلونه د ګولان د تپو ماموریت یو اسانه او ارام ماموریت وو، خو د اسرائیلو سرحد ته د سوریې د جنګ ورغزیدل، دغه ماموریت هم له خطر سره مخامخ کړی دی.