1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

اسټرالیا: د هلیکوپترو په ټکر کي څلور کسان مړه سوي

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

د اسټرالیا د شرقي ساحل په ټوریسټي ساحه، ګولډ کویست کي د هلیکوپترو په دغه ټکر کي د څلورو کسانو د مړه کیدو ترڅنګ درې نور زخمیان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4LeFv
Australien Hubschrauber an der Gold Coast kollidiert
انځور: Dave Hunt/AAP/dpa/picture alliance

د پولیسو د یوه ویاند په حواله دغه دوه هلیکوپترونه په هوا کي سره جنګیدلي او د سي وُرلډ اکواریم د تفریحي پارک څنګ ته په ریګو کي لویدلي دي. 

ټلویزوني تصاویرو یو هلیکوپتر ښکاره کوي، چي پر بغل باندي لویدلی او ټوټې یې پر ریګو باندي پرتې دي. دوهم هلیکوپتر سالم پاته او خراب سوی نه دي. د هغوی د ټکریدو علت په لومړيو کي معلوم نه ؤ.