1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد: یو پولیس وژل شوی او دوه ټپيان دي

۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان پولیس وايي چې په اسلام آباد کې د پولیسو یو افسر په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د پولیسو په یوه اعلامیه کې راغلي چې پيښه د پولیسو د تلاشۍ په يوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/45fb8
Pakistan | Demonstrationen in Multan, November 30, 2020
د پاکستان پولیس - د آرشیف انځورانځور: Asim Tanveer/AP/picture-alliance

د پاکستان پولیسو په یوې اعلامیه کې ويلي دي چې يو پولیس وژل شوی دی او دوه نور ټپیان دي. په اعلامیه کې زياته شوې ده چې دوه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير د دغې پيښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی. په  اسلام آباد کې چې سخت امنيتی تدابیر لري او د لسونو هیوادونو سفارتخانې پکې دي، د ناامنۍ دغه ډول پيښې پکې په ډير ندرت رامنځ ته کيږي.

د پيښې مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په اسلام آباد کې د پولیسو یو لوړرتبه افسر، شاهد زمان د فرانسې خبري آژانس ته دغه پيښه «یو تروريستي عمل» ښودلی دی.

پاکستان په خپل هیواد کې له رامنځ ته شوې اسلامپالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره په وسله واله مبارزه بوخت دی. دغه تحریک چې پر «پاکستاني طالبانو» هم یاديږي، په تیره په افغانستان کې واک ته د افغان طالبانو تر رسیدلو وروسته خپل بریدونه ډير کړي دي.

پر دغې ډلې باندې تر اوسه د ګڼو ځانوژونکو بریدونو او د اختطاف د پيښو تورونه لګول شوي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.