اسراييلي بحري قواوو په وسلو بار يوه کښتۍ نيولې ده
۱۳۸۸ آبان ۱۴, پنجشنبهپرون ماپښين د اسراييلو دبحري قواوويوه قوماندان راني بين يهودا د اشدود په ساحل کښي اعلان وکۍ ، چه کوم شيان چه په کښتۍ کښي پيداسوي دي ، د فرانکو تر نامه لاندي انتقاليدله .
دی وايي،
«په هغه کښي به لس هاوو کانتينرونه ، چه په ټنو وسله پکښي ځای پر ځای وه ، او د ايران د طرفه دحزب الله دپاره په نظر کښي نيول سوې وه . دا هغه وسلې دي چه د ترهګري هدفو دپاره په نظر کښي وې . تاسي به د وسلو ډول وګورۍ ، چه د څشي په خدمت کښي وې ، تاسي به د وسلو حجم او اندازه وګورۍ او پوه به سۍ، چه هغه د ترهګريزو هدفو دپاره وې . موږ هيڅ شک نلرو چه دغه وسلې د ايران د خوا د حزب الله دپاره په نظر کښي نيول سوي وې ، چه د سوريې د خوا بايد ورانتقال سوي وای . »
د بحري قواوو قوماندان وايي،چه دغو وسلو کفايت کاوه ، حزب الله په داسي حالت کښي راولي ، چه د اسراييلو په مقابل کي يوه مياشت جنګ وکولای سي .
کوم نظامي تجهيزات چه د ملکي مالونو تر نامه لاندي ثبت وه ، په حقيقت کښي راکټان او د ټانکو ضد دفاعي مرمۍ وې .
پرون ماښام د اسراييلو د بحري قواوو يوه قوماندان د انتي ګور په نامه يوه کښتۍ چه د کاربيک د هيوادو بيرغ يې درلودۍ، د اسراييلو دساحل څخه 160کيلومتره ليري ودروله ، هغه يې تلاشي کړل ، او وروسته يې خپل بندر اشدود ته يووړل . خو لکه څنګه چه اسراييلي بحري قواوي وايي ، د کښتۍ عمله چه زيادتره پولينډيان وه ، دوسلو څخه خبر نه درلودۍ .
وروسته د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو په بيت المقدس کښي د امنيتي کابينې په مخکي وويل ، چه په وسلو بار دغه کښتۍ په دې خاطر قاچاق کيدل ، چه اسراييلي ښارونه په وولي . بنيامين نيتانياهو په دې ارتباط د ملګرو ملتو د 1701 لمبر پريکړه ليک د نقضولو خبره وکړل ، چه د 2006کال د لبنان تر جنګ وروسته تصويب سوی دی ، او د نورو تر څنګ يې په لبنان کښي حزب الله ته د وسلو په ليږلو ارتباط درلودۍ .
نيول سوې کښتۍ اوس هم په اسراييلي بندر اشدود کښي ولاړه ده .
ويرن کوټه/
کتونکي : محمد قاسم نوري