اسراييلو د سوريې د دافع هوا يو نوی سيستم بمبار کړی
۱۳۹۲ آبان ۱۰, جمعهاسراييلي چارواکي د تل په شان د هوايي بريد په اړه د رسنيو د راپورونو په اړه څه نه وايي. خو د امریکا تلويزيوني چينل CNN بيا وايي چي په واشنګټن کي ديوه دولتي چارواکي دغه بريد تاييد کړی دی.
د CNN د راپور له مخي د دغه هوايي يرغل هدف هغه توغندی او نوري وسلې وې چي د اسراييلو له نظره په سيمه کي د دې له پاره ځای پر ځای سوي وې چي وروسته به د حزب الله ملېشې ته چي د ايران پلوي کوي ورکړل سي. حزب الله د سوريې په جګړه کي د بشارالاسد پلوي کوي.
خو د اسراييلو يوه تلويزيون خبر ورکړی دی چي د دغه هوايي بريد هدف د سوريې د دافع هوا يو نوی سيستم وو. په هغه انځورونو کي چي د سپوږمکۍ له خوا اخيستل سوي دي په بمبار سوې سيمه کي د روسيې جوړ د دافع هوا يو S-125 Newa سیستم او پر هغه سر بيره ويجاړ سوي SA-3 ډوله راکټونه ښکاري. د تلويزيون د راپور له مخي په دغه سیمه کي د قوماندې يو مرکز او د رادار سيستم هم له منځه وړل سوي دي. له منځه وړل سوو توغنديو تر ۳۵ کيلومترو پوري هدف په نخښه کولای سوای او د ۷۰ کيلو ګرامو د انتقال قدرت يې لاره.
له حزب الله څخه بيره
د اسراييلو پوځ په سوريه کي د کورنۍ جګړې له پيل راهيسي چي نزدې دوه نيم کال يې کيږي د دغه هيواد ډېري پوځي اډې بمبار کړي دي. د رسنيو د راپورونو په حواله د دغه بريدونو هدف هغه وسلې له منځه وړل وې چي ګومان کېدی حزب الله ته انتقالېدلې.
له بلي خوا په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان خبر ورکړی دی چي په سوريه کي د جګړې د قربانيانو شمېر ۱۲۰۰۰۰ ته لوړ سوی دی. دغه سازمان ويلي دي چي د وژل سوو کسانو يو پر دريمه يې ملکي وګړي دي چي په دې جمله کي ۶۳۶۵ تنه کوچنيان او ۴۲۶۹ تنې ښځي هم شاملي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان دغه راز په خپل راپور کي ليکلي دي چي د ياغيانو له اړخه ۲۵۶۹۹ تنه او د حکومتي ځواکونو له اړخه ۴۸۸۸۰ تنه وژل سوي دي. په راپور کي راغلي دي چي نزدې ۳۰۰۰ مړي نه دي پېژندل سوي چي د کوم اړخ دي.
دغه سازمان خپل راپورونو د هغو باوري سرچينو په حواله تکمیلوي چي د سورې د ياغيانو، عامه روغتونونو او د دغه هيواد د پوځ په منځ کي يې لري.