اسرائیل: که له غزې توغندی و نه ورول شي د اوربند امکان شته
۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبهد رسنیو د رپوټونو پر اساس، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د غزې پر تراړې د بریدونو د درولو خبره کړې، خو یوازې په هغه صورت کې چې په عین وخت کې پر اسرائیلو هم د توغندیو د ورولو لړۍ ودرول شي. د «هاآریتڅ» "Haaretz" په نوم یوې اسرائیلې ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو دغه موضوع د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما او د المان له صدراعظمې انگلا میرکل سره په یوه تلیفوني تماس کې تائید کړې ده.
اسرائیلو د چهارشنبې په ورځ د غزې په تراړې کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې ځایونه په نښه کړي دي چې هلته توغندي، د وسلو ذخیرې او د حماس د ډلې نور تأسیسات له منځه یوسي. حماس او نورو ډلو کابو ۷۵۰ راکټونه پر اسرائیلو توغولي دي. تر اوسه دغه نښتو د ۴۸ کسانو ژوند اخیستی دی. متحده ایالاتو د اسرائیلو له خپل ځان څخه د دفاع د حق ملاتړ کړی دی. عربي لیگ غواړي چې د غزې تراړې ته یو پلاوی واستوي چې له فلسطینیانو څخه ملاتړ څرگند کړی شي. د مصر ولسمشر محمد مرسي ویلي دي چې سملاسي ډزبندي له امکانه څخه لیرې خبره نه ده.