1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د لبنان په جنوب کي «محدود مځکني عملیات» پیل کړل

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کي د «محدودو او هدفمندو» مځکنیو عملیاتو څخه خبر ورکړی دی. د اسرائیل هوايي ځواکونو د بیروت په جنوب کي د حزب الله اهداف بمبار کړي دي.

https://p.dw.com/p/4lH8o
Israel | Israelische Panzer an der Grenze zum Libanon
انځور: Baz Ratner/AP Photo/picture alliance

د اسرائیل پوځ په یوه وینا کي د لبنان په جنوب کي د خپلو مځکنیو ځواکونو له ورننوتلو څخه خبر ورکړی دی. دغه پوځ په یوه وینا کي چي د سه شنبه په سهار( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر لومړۍ) په ایکس شبکه کي خپره سوه، خبر ورکړی دی چي «محدود او سیمه ایز» عملیات په «هدفمندانه» ډول د حزب الله د اهدافو په وړاندي د اسرائیل سرحد ته نیژدو کلیو کي پیل سوي دي.

د اسرائیل  پوځ ویلي دي چي دغه عملیات د سیاسي او نظامي لوړپوړو چارواکو له پریکړو سره په همږغي ترسره سوي او هدف یې «د لبنان په جنوب کي ترهګر اهداف او د حزب الله زیربناوو» له منځه وړل دي.

اسرائیل له دې عملیاتو مخکي ویلي ول چي یو هدف یې له سرحدي سیمو څخه د حزب الله د ځواکونو لیري کول او د خپلو ۷۰ زره اتباعو له پاره خپلو کورونو ته د بیرته ستنیدو د شرایطو برابرول دي چی د حزب الله د ځواکونو د بمباریو له امله د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوي ول.

اسرائیل د بیروت په جنوب کي د حزب الله پر اډو برید وکړ

د آلمان خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي تیره شپه داسرائیل هوايي ځواکونو د لبنان د پایتخت  بیروت په جنوبي برخه کي ځیني هدفونه بمباري کړي دي.

د آلمان د خبري آژانس د یوه خبریال په حواله، حداقل د اوو سختو چاودنو او له امله یې د لړزیدو په هکله رپوټ ورکول سوی او د بیروت نړیوال هوايي ډگر ته نیژدو سیمو څخه لوگي راپورته سوي دي. د ممکنه تلفاتو او یا هم اوښتو زیانونو د کچې په هکله جزیات په لاس کي نسته.

د حزب الله د زیربناوو پر له منځه وړلو باندي د امریکا او اسرائیل هوکړه

پنتاگون اعلان کړی دی چي د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین د خپل اسرائيلي سیال یوآو گالانت، سره په تلفوني خبرو کي د لبنان په جنوب کي د حزب الله د کاروني وړ زیربناوو د له منځه وړلو په هکله توافق کړی دی.

پنتاگون ویلي دي چي باید ډاډ ترلاسه سي، ترڅو حزب الله ونه سي کولای په شمال کي د اسرائیل اتباعو پر وړاندي داسي بريدونه ترسره کړي لکه د حماس د ترهگري ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ می نېټې بريد.

سوریه: پر دمشق باندي د اسرائیل په برید کي ۳ کسان وژل سوي

دلبنان په جنوب کي د اسرائيل پوځ د عملیاتو له پیل کیدو سره سم، د سوریې دولتي رسنیو پر دمشق باندي د اسرائیل د برید په هکله رپوټ ورکړی دی.

د سوریې رسمي خبري آژانس (سانا) د دغه هیواد د پوځي سرچینو په حواله اعلان وکړ چي اسرائیل د جنگي او بې پیلوټه الوتکو  په مرسته د ګولان له لوړې څخه هوايي بریدونه کړي دي. په دمشق کی حداقل درې کسان وژل سوي او نهه نور ټپیان دي.

اسرائیل ډیر لږ په سوریه کي د خپلو هوايي بریدونو په هکله څرگندونې کوي، خو په وار وار سره یې خبرداری ورکړی دی چي اجازه به ور نه کړي چي ایران د اسرائیل تر پولو خپل نفوذ ته پراختیا ورکړي. 

امریکا په بغداد کي پر خپلو ځواکونو باندي برید رد کړ

د حزب الله پر اهدافو باندي د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کي په عراق کي د امریکا پر اډې باندي د توغندیزو بریدونو په هکله هم رپوټونه ورکړل سوي دي.

د امریکا د د فاع وزارت، د بغداد نړیوال هوايي ډگر ته نیزدې امریکايي ځواکونو باندي برید په هکله رپوټونه رد کړي دي. د پنتاگون یوه استازي رویترز خبري آژانس ته وویل چي ټول پوځیان روغ رمټ دي او د پوځي ځواکونو پر وړاندي هیڅ هدفمندانه برید نه دی ترسره سوی.

په دې ترڅ کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې په بغداد کې د دیپلوماټیکو ملاتړ پر کمپلیکس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند تاسیسات دي د برید په اړه له رپوټونو څخه خبر دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چي په دغه پیښ کي هیچاته زیان نه دی رسېدلی.

مخکي له دې د عراق دوو پوځي چارواکو رویترز خبري آژنس ته ویلي چي څو راکټونه د بغداد نړیوال هوايي ډگر ته نیژدې نظامي اډې باندي چي د امریکايي ځواکونو د ځای پرځای کیدو مرکز هم شمیرل کیږي، فیر سوي دي. د دافع هوا سیستم دغه توغندي خنثی کړي دي.

یو له دغو توغندیو څخه د عراق  د ترهگرۍ ضد واحدونو پوري تړلو ودانیو ته نیژدې لگېدلی او  زیانونه یې اړولي دي او ځیني موټرونه یې سوځولي دي.

ايراني چارواکو، د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله په وژنه کي په وار وار سره امریکا گرم بولي او گواښ یې کړی چی دغه اقدام به بې جوابه پاته نه سي.

GP/NZ/DW.Online Farsi