1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتآسیا

اسرائیل بیا یو نوی پارلمان انتخابوي

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

په اسرائیلو کي نن سه شنبه بیا پارلماني انتخابات تر سره کیږي. دا د درو نیمو کلونو په جریان کي پنځم انتخابات دي چي تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/4Ivfx
Vor den Wahlen in Israel
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

د رایو ورکوونکو په مخکي ۴۰ لستونه پراته دي، خو امکان لري چي دریمه حصه یې وکولای سي، د ۳،۲۵ فیصدۍ په اخیستلو سره پارلمان ته لار پيدا کړي.

د وروستیو نظر پوښتنو پر اساس کیدلای سي په نوي انتخاب سوي پارلمان کي بیا د پخواني صدراعظم، بنیامین نیتانیاهو د طرفدرانو او مخالفانو تر منځ بن بست رامنځته سي. او د نیتانیاهو د لیکود ښی اړخی حزب کیدلای سي بیا د اسرائیلو په پارلمان(کنېسیت) کي غښتلی قوت سي.