اسرائیلو له غزې سره سرحدي لاري پرانيستي دي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبهد اسرائیلو دولتي تلويزيون خبر ورکړی دی چي د کیریز عبوري لار او مالونو انتقالولو سرحدي لار، کیریم شالوم بیرته خلاصي سوي دي. د دې تر مخه د اسرائیلو د دفاع وزارت مسؤلي ادارې COGAT له غزې سره د عبوري لارو د بیرته خلاصيدو خبر ورکړی ؤ.
د ایریز له عبوري لاري څخه خارجیان او فلسطینیان کولای سي د اسرائیلو په اجازې سره تیرسي، مثلأ هغه مریضان چي معالجې ته اړتيا لري.
دغه عبوري لاري یوه اوونۍ دمخه، کله چي په سیمه کي تاوتریخوالی رامنځته سو، وتړل سوې. په دغو زورزياتيو کي ۲۵ فلسطینیان او څلور اسرائیلیان ووژل سول. د اسرائیلو په حواله، وسله والو فلسطینیانو پر هغوی باندي تقریباً۷۰۰ راکټونه فیر او د اسرائیلو پوځ یې بیا په جواب کي په غزه کي مشخص هدفونه وویشتل.
خو له تیري دوشنبې ورځي راهيسي دواړه خواوي تر ډیره پوري اوربند مراعتوي. دغه اوربند د نورو ترڅنگ د مصر په وساطت رامنځته سوی دی. په همدې حال کي قطر له فلسطینیانو سره د ميلیونونو ډالرو مرستي ژمنه کړې ده.
د تیري جمعې په ورځ بیا اسرائیلو د کب نیولو ساحه هم پراخه کړه. دغه ساحه یې، چي د زورزياتيو پر مهال محدوده سوې وه، بیرته له غزې څخه تر۲۲ کیلومترو پوري پراخه کړې ده.
د فلسطین مامورینو د معلوماتو له مخي، اسرائیلو د اوربند په مقابل کي پر غزې باندي د اقتصادي محاصرې کمولو موافقه کړې ده. د اوربند موافقه په داسي حال کي تر لاسه کيږي چې راتلونکې سه شنبه په تل آبیب کي د «ایروپېن سونگ» سيالي پيليږي.
د دغي محاصرې (چي تر يوې لسيزي زیات وخت راهيسي) موجوده ده، پر ضد نوو احتجاجونو کي، د جمعې په ورځ په غزې تراډه کي یو فلسطینی ووژل سو.
په غزه کي واکمن حماس غورځنگ د دغي محاصرې د له منځه وړو غوښتنه کوي. خو اسرائیل او مصر وايي چي د کلابندۍ دليل امنیتي مسایل دي.
حماس د امريکا متحده ايالاتو، اسرائیلو او اروپايي ټولني له خوا د یوه ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوی دی.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 04.04.2018)