1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل کي په ۱۲ مياشتو کي دريم ځل پارلماني ټاکني

۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه

د اسرائيل نوی پارلمان په ټاکل سوي وخت کي په حکومت جوړولو کي ناکامه سو. اوس به په يو کال کي د دريم ځل له پاره بيا ټاکني کيږي.

https://p.dw.com/p/3UfwI
Israel | Knesset
انځور: Getty Images/AFP/G. Tibbon

د اسرائيل سياسي ګوندونه او سياستوال په دغه هيواد کي د نژدې يو کال راهيسي د روان سياسي تعطل پړه يو پر بل وراچوي. دا په داسي حال کي چي د اسرائيل تازه ټاکل سوي پارلمان ته د چهارشنبې (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۲مه) تر ماخستن ۱۲ بجو پوري وخت ورکول سوی ؤ چي يو نوی حکومت جوړ کړي. خو د پارلمان غړي او پکښي استازيتوب لرونکي ګوندونه په دغه کار کي ناکامه سول او له کبله يې پارلمان لغوه کړل سو.

د اسرائيل ولسمشر په غير عادي سياسي بحران کي قرار لري ځکه چي په اسرائيل کي به په مارچ مياشت کي بيا ټاکنې تر سره کيږي. دا به په دولسو مياشتو کي د دريم ځل له پاره پارلماني ټاکني وي چي په دغه هيواد کي تر سره کيږي.

د روان مېلادي کال په اپريل او سپتمبر مياشتو کي په تر سره سوو ټاکنو کي د لومړي وزير بنيامين نتنیاهو د ښې اړخي ليکود ګوند او د هغه د حريف بيني ګېنټس آسماني او سپين ګوند تر منځ سخته سيالي رامنځ ته سوې وه. خو دواړه ګوندونه په پارلمان کي د اړين اکثريت په لاس ته راوړلو کي پاته راغلي ول. نتنياهو او ګېنټس په خپل وار زياتي هڅې وکړې چي ائتلافي حکومتونه جوړ کړي، خو پکښي پاته راغلل.

لومړي وزير بنيامين نتنياهو د روان سياسي بندښت پړه پر خپل حريف ګوند آسماني او سپين اچولې ده. نوموړي په يو ويډيويي پيغام کي ويلي چي »ګېنټس پر موږ نوي انتخابات مسلط کړل.«

له بله اړخه ګېنټس په جواب کي ويلي چي پر لومړي وزير بنيامين نتنياهو د اداري فساد د تورونو له کبله نوبت بيا نوو ټاکنو ته ورسېد. ګېنټس په پارلمان کي وويل: »موږ له دې کبله د دريم ځل له پاره ټاکنې تر سره کولو ته مجبوره کيږو ځکه چي نتنياهو د ځان له پاره د استنثنی ترلاسه کولو په هڅه کي دی. موږ بايد د دې پر ضد په متحده توګه ودريږو.«

تېره مياشت د اسرائيل څارنوال پر نتنياهو د رشوت، درغلۍ او د اعتماد ماتولو تورونه لګولي ول. پر نتنياهو دمګړی په رسمي توګه درې تورونه لګول سوي دي. خو نتنياهو ورباندي لګول سوي دغه تورونه ردوي.

کتونکي په دې نظر دي چي د دريم ځل له پاره ټاکنې به هم په اسرائيل کي د روان سياسي بندښت له پاره حل ونه ګرځي. د يوې نظر پوښتني له مخي ښايي په راتلونکو ټاکنو کي ليکود ۳۳ سلنه او آسماني او سپين ګوند ۳۷ سلنه رايي په لاس راوړي. دا په داسي حال کي چي نتنياهو په خپل ګوند کي هم د مخالفتونو سره مخامخ دی.

د يادولو وړ ده چي نتنياهو څلور ځله لومړی وزير ټاکل سوی دی. که هغه د پنځم ځل له پاره بیا لومړی وزير وټاکل سي نو به د اسرائیل د بنياد ايښودونکي اسرائيلي رهبر بن ګورين ريکارد ورمات کړي څوک چي څلور ځله لومړی وزير ټاکل سوی ؤ.

آژانسونه/ا.و.ا./ب.ص.