1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

اسرائيل کميابه اسلامي متونونه په ديجتالي ډول وړاندې کوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د اسرائيلو د بيت المقدس د ملي کتابتون د کميابه اسلامي کتيبو څخه به یې څه نا څه ۲۵۰۰ نسخې په راتلونکي کې په دیجيتالي ډول ټولو ته د لاس رسي وړ وګرځي. په دې موخه پر يوې ويب پاڼه باندې کار روان دی.

https://p.dw.com/p/3ddUs
Symbolbild Israel will seltene islamische Texte zugänglich machen
انځور: Getty Images/AFP/K. Mazraawi

په بیت المقدس کې ملي کتابتون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغې انترنټ پاڼې ابزار او د لټون پايلې به په انګريزي، عبري او عربې ژبو وې او په دريو راتلونکو کالونو کې به دغه آثار په ټولو ژبو خلکو ته د لاس رسې وړ شي.

د اسرائېلو ملي کتابتون مسؤل راکل اوکلز وويل: «دغه متونونو ته په ديجيتالې ډول لاس رسی د اسلامي تمدن په اړه د ښې پوهيدنې او گډو څېړنو په موخه په پام کې نيول شوی دی.»

د دغه کتابتون د معلوماتو له مخې په غوره شويو اثارو کې د فارسي د عارف شاهر نور الدين جامي د «تحفته الاحرار» شعري مجموعه هم شامله ده. دغه شعري مجموعه د ۱۴۸۴ عيسوي کال څخه ده چې په طلايي ميناتورې سره سينګار شوې ده.

د قران کریم سینګار شوی نسخې په پيچلو جزياتو سره او همدا راز يو شمیر ادبي آثار به هم په دغه آنلاين پاڼو کې د لاس رسي وړ وي.

د دغه اثارو د دیجتالي کولو پر ترڅ کې به  ددې اثارو د اوسني وضيعت ارزونه وشي او د حفاضت او ساتني له پاره به یې هم اقدامات بررسي شي.

د يوې رسمي اعلامیې په حواله د دغه کميابه اسنادو ديجتالي کول د «ارکایدا ـ فوندس» بنسټ په مالي مرسته پيل شوي دي.

د دې کتابتون د «اسلامي» او «منځني ختیځ» په مجموعو کې له نهمې تر شلمې پيړۍ پورې په سونو زره  نادر کتابونه او کتبي نسخې چې په عربي، فارسي او ترکي ژبو باندې دي، شتون لري.

زموږ له آرشيف څخه: