اسرائيل پرلبنان باندې پاشيدونکي بمونه اچولي دي
۱۳۸۵ مهر ۵, چهارشنبهملگروملتونو لدې امله شکايت کړيدی چې، اسرائيل په جنوبي لبنان کې د حزب الله د مليشه پرسيموباندې د اچول شويوپاشيدونکوبمونو ٪٩٠ ، له اوربندڅخه د ٣ مخکينيو ورځوپه ترڅ کې غورځولي دي.
لړزونکی او مطلقاً غيراخلاقي عمل
د ملگروملتونو د بشري مرستوهمغږه کونکي جان » ايگه لنډ «، د اسرائيل دغه عمل » لړزونکی او مطلقاً غيراخلاقي « گڼلي دی. نوموړي خبرداری ورکړيدی چې تر ١٠٠٠٠٠ پورې چاوديدونکي واړه بمونه، تر اوسه پورې لا ندي چاودلي او د لبنان په جنوب کې انسانان له خطرسره مخامخ کوي. » ايگه لنډ « نائيدکړيده چې هره ورځ د دغوپاشيدونکو بمونو له کبله انسانان زخمي يا وژل کيږي.
د څيړنې غوښتنه
د پاشيدونکوبمونوپراستعمال باندې د لبنان پوځ، د بشر د حقوقوټولنو او د آلمان د پرمختياوزيرې حايده ماري » ويچوريک څويل «، نيوکي کړيدي. نوموړې د ملگروملتونولخوا د دغې موضوع د څيړلو غوښتنه کړيده.