1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه ومانه

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

د نژدې ختيځ په شخړه کې يو اصلي جنجال د بيت المقدس په سر دعوا ده. تېر کال متحده آيالاتو دغه ښار د اسرائيل پلازمېنې په توګه ومانه، اوس استراليا هم دا کار وکړ، خو غواړي له فلسطينيانو هم ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/3AAdo
Israel Felsendom in Jerusalem
انځور: picture-alliance/dpa/S. Widmann

د استراليا صدراعظم، سکات موريسن (په انځور کې) دغه پرېکړه په سيډني کې اعلان کړه: د دغه محافظه پال سياستوال په خبره حکومت به يې د بيت المقدس لويديځ په رسمي توګه د اسرائيل د پلازمېنې، د پارلمان د مقر او د نورو بنسټونو د اصلي ځای په توګه هم وپېژني. د سفارت پر ځای استراليا غواړي چې پکې اوسمهال د دفاعي او تجارتي چارو يو دفتر پرانيزي. د موريسن په خبره به په اسرائيل کې د استراليا سفارت تر هغه وخته پورې په تل ابيب ښار کې پاته شي څو د هغه په وينا د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ د سولې تړون نه وي شوی. 
فلسطينيانو ته ډاډ

Australien Scott Morrison in Sydney
انځور: Reuters/AAP Image/M. Tsikas

په ورته وخت کې د استراليا صدراعظم له فلسطينيانو سره ژمنه وکړه چې يو راتلونکی فلسطيني دولت به هم په رسميت پېژني چې پلازمېنه يې به د بيت المقدس ختيځ وي. خو اصلي شرط به بيا دا وي چې د دوو دولتونو د جوړولو يوه پائيدونکې د حل لاره پيدا شي. د موريسن په اعلان سره په ده باندې سخت انتقادونه هم وشول. د استراليا د اپوزيسيون مشر، بيل شورتن، وويل دغه پرېکړه چې لويديځ بيت المقدس په رسميت پېژندل کيږي، خو سفارت دغه ښار ته نه لېږدول کيږي، د پخوانو اعلانونو خلاف «سپکونکی شاتګ» دی.
د متحده آيالاتو پر لارې پل

د امريکا متحده آيالاتو يو کال پخوا بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه وپېژاند چې په می مياشت کې يې پلازمېنه هم دغه ښار ته ولېږدوله. دغه تاريخي ګام د فلسطينيانو له خوا د سختو او تاوتريخجنو احتجاجونو پايله لرله. 
د بيت المقدس مقام د نړيوالې ټولنې د ډېری غړو په اند د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ د سولې په راتلونکو خبرو اترو کې بايد وټاکل شي. اسرائيل ټول بيت المقدس د پلازمېنې په توګه غواړي او ورباندې دعوا کوي، خو فلسطينيان ختيځ بيت المقدس بيا د يوه راتلونکي فلسطيني دولت د پلازمېنې په توګه غواړي.    

Israel Eröffnung der US-Botschaft in Jerusalem
ايوانکا ترمپ په بيت المقدس کې د سفارت د پرانيستنې پر مهالانځور: Reuters/R. Zvulun