1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

استانبول: اورلگیدنه کي ۲۵ تنه وژل سوي

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

د استانبول په یوه نایټ کلب کي د یوې سختې اورلگیدني له امله ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغې اورلگیدني علت په ودانۍ کي ساختماني کار بلل سوی دی. د پیښې په تړاو ځینی کسان نیول سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4eMGn
Tote bei Nachtclub-Brand in Istanbul
انځور: ISTANBUL FIRE DEPT./EPA

د ترکیې د انادولو خبري آژانس د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل دويمه نېټه) د استانبول د والي د دفتر په حواله رپوټ ورکړی چي  د یوه نایټ کلب د ودانۍ په خونو کي د سختي اورلگیدني له امله لږترلږه ۲۵ کسان وژل سوي دي. د ټپیان سوو کسانو شمیر لا معلوم نه دی.

د والي د دفتر په حواله دغه اورلگیدنه د غرمې په شاوخوا کي، د هغې ۱۶ پوړیزې ودانۍ په لاندنۍ برخه کي رامنځته سوه چي د یوه نایټ کلب په توگه ورڅخه استفاده کیدله. د پیښې اصلي علت لا نه دی معلوم . ویل کیږي چی ښایی دغه اورلگیدنه د ترمیمکارۍ پر وخت رامنځته سوې وي. د CNN تُرک  رسنۍ  رپوټ ورکړی چي د پیښې په تړاو پنځه تنه نیول سوي دي ، خو د نورو جزیاتو په هکله یې څه نه دي ویلي. لویی څارنوالۍ په دې هکله خپلی پلټني پیل کړي دي.

نوموړې ودانۍ د استانبول د ښار په بیسیکتاس ناحیه کي پرته ده. پولیسو او اطفایط د ودانۍ پر شاوخوا سیمه بنده کړې ده.

GP/A.A/AG