1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارګ: لس زره جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته داخل شوي

۱۴۰۰ مرداد ۵, سه‌شنبه

د افغانستان جمهوري ریاست له پاکستان څخه افغانستان ته د لسوو زرو بهرنیو جنګیاليو د داخلیدو خبر ورکړی. د جموري ریاست يو ویاند وايي چې په هیواد کې د طالبانو فعالیتونه په پاکستان کې د یوې سیستماتيکې ادارې له خوا رهبري کيږي.

https://p.dw.com/p/3y8k5
Afghanistan | Menschenmenge auf Fahrzeugen mit Taliban Flaggen in Chaman
انځور: Abdul Khaliq Achakzai/REUTERS

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۷مه) د استخباراتي معلوماتو پر اساس خبر ورکړ چې لس زره جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان ته راوښتي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، محمد امیري وايي چې ۱۵ زره نور جنګیالی هم تشويق شوي دي چې د جګړې له پاره افغانستان ته داخل شي.

امیري ټيڼګار کوي چې دا ښيي چې د طالب جنګياليو روزنه، تمويل، درملنه او تبلیغات په پاکستان کې د يوې سیستماتيکي دستګاه له لوري تر سره کيږي. پاکستان او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د افغانستان دفاع وزارت هم تر دې وړاندې په افغانستان کې د لسونو پاکستاني جنګياليو د وژلو خبر ورکړی وو. د دغه وزارت ویاند، فواد امان پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د ۳۹ تنو پاکستاني جنګياليو جسدونه چې افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو، د سره صلیب له طریقه پاکستان ته انتقال شوي دي.

د افغانستان حکومتي خبري آژانس، باختر تازه يو رپوټ خپور کړی چې د کپټان جاوید په نوم د پاکستان د پوځ یو برحاله افسر چې په لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې يې د طالبانو رهبري کوله، د ملي امنیت ادارې د ځانګړي عملیات په نتيجه کې وژل شوی دی. پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په وروستیو کې لفظي شخړو زور اخیستی دی. افغان حکومت د پاکستان پوځيان او استخباراتي ادارې د طالبانو په ملاتړ او ځای ورکولو تورنوي، خو پاکستاني چارواکي بیا دغه ادعاوې ردوي.