1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ولې خپل هغه اتباع نه مني چي د داعش له پاره جنګیدلي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

ترکيه غواړي د داعش نیول شوي غړي بيرته خپلو اصلي هیوادونو ته واستوي. خو اروپا یې منلو ته چمتو نه ده. له ډیر وخت راهیسې دا پوښتنه چې اروپا به د داعش له غړو او د هغوی له کورنیو سره څرنګه چلن وکړي، بې ځوابه پاتې ده.

https://p.dw.com/p/3SXUD
Syrien al-Hol camp IS-Angeghörige
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

دا داسې کسان دي چې هیڅوک یې نه غواړي: د اسلامي دولت ترهګرې ډلې هغه پخواني غړي چي د کردانو په لاګرونو او د سوريي په شمال او مخ په زياتيدونکي ډول د ترکيي په محبسونو کي د بند شپې او ورځې تيروي.

د دوشنبې په ورځ  د ترکيي د ولسمشر رجب طيب اردوغان، یوه وياند دغه موضوع يو وار بيا راپورته کړه. فاحروتين آلتون د «شتوتګارتر» په نامه آلماني ورځپاڼي ته وويل چي ترکيه غواړي د داعش ۲۰ تنه آلماني غړي بيرته خپل ټاټوبي ته واستوي.

د ترکيي د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو بیا په دې اړه وویل چي د ترکيي په زندانونو کي د داعش  ۱۲۰۰ بهرني جنګيالي موجود دي او ترکيه به هغوی ټول بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه کړي.

دا کومه نوې خبره نه ده. خو اروپايي حکومتونه لا هم پر دې موضوع له بحث څخه ځان پیچي. په مارچ میاشت کي د په اصطلاح اسلامي خلافت پر ضد تر پوځي بریا وروسته، په خاص ډول د سوريي په شمال کي  کردي لاګرونه  او محبسونه د داعش له پخوانيو جنګياليو، د هغوی له میرمنو او ماشومانو په بشپړ ډول ډک سوي. د بروکسل د ايمونټ انستيتوت د يوې نوي پلټني له مخي له هغو څخه يي څه نا څه ۵۰۰ نارينه او ښځي او همدارنګه شاوخوا ۷۵۰ کوچنيان له اروپايي هيوادونو سره تړاو لري.

Heiko Maas in Tunesien
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماسانځور: Getty Images/AFP/F. Belaid

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هايکو ماس، د ترکيي له خوا څرګندونو ته لومړي په انتقادي نظر وکتل او وېې ويل چي د انقرې له خوا د داعش د غړو په هکله کره معلومات نه دي ورکړل سوي. هغه زیاته کړه چي لومړی بايد له حقوقي لحاظه دا روښانه سي چي په بندي کسانو کي آلمانیان هم شامل دي.

ماس دا خبره منلې ده چې د داعش آلماني غړي باید آلمان ته راوستل شي خو په عین حال کي یې ټینګار کړی دی چي د دغو کسانو په اړه باید کافي معلومات موجود وي چي په ځانګړې توګه د داعش جنګیالي په آلمان کې یوې محکمې ته وړاندې شي او د هغوی دې کارونو له کبله ترې حساب واخیستل شي.

په اوړي کي یوازې څلور یتیمان او یوه ناروغه نجلۍ آلمان ته راوستل سوي او هغه هم د یوې محکمې تر پریکړې وروسته. د کورنيو چارو وزارت يوه وياند دويچه ويلي ته وويل چي آلمان ته له ترکيي څخه د داعش د جنګیالیو لیږد باید د يوې قانوني او حقوقي پروسې له مخي تر سره سي.

د بريتانيي د دفاع وزير بين والاس بيا د اکتوبر په سر کي دا خبره رد کړه چي خپل اتباع دې د سوريي په شمال کي له لاګرونو څخه راوبولي. په خاص ډول له جهاديانو سره تر پايه وفاداره کسان بيا ډير خطرناک دي. بريتانيا بيا هڅه کوي چي له هغو څخه تابعيت واخلي. تر ټولو مهمه پيښه د تنکۍ ځواني شميمه بيګم قضيه وه.

IS-Anhängerin Shamima Begum aus Großbritannien
له بریتانیی څخه د داعش غړې شمیمه بیگمانځور: Getty Images/L. Lean

شميمه بيګم په پنځلس کلنۍ کي د داعش له جنګياليو سره يو ځای سوه او درې کوچنيان يي وزيږول. له همدې کبله د بريتانيا حکومت ورڅخه تابعت واخيست. د بريتانيا د حکومت په حواله نوموړې د بنګله ديش د تابعيت حق هم لري نو يوازي د همدې حق له کبله چارواکي کولاي سي له هغې څخه بريتانوي تابعيت واخلي.

آلمان هم غواړي له هغو کسانو څخه چي د ترهګرۍ سازمانو له پاره يي فعاليتونه کول او دویم تابعيت لري، خپل تابعيت واخلي.

 خو کوزوو بيا بل ډول عمل کوي. دغه کوچني هيواد چي ډير اقتصادي مشکلات هم لري او د خپل نفوس په تناسب یې د نورو اروپايي هيوادونو په پرتله ډيرې اتباع د داعش په سيمو ته تللي وو، پريکړه کړې چي خپل اتباع په فعالانه ډول بيرته راوبولي. په اپريل کي ۱۱۰ تنه د سوريي له شمال څخه راوغوښتل سول چي زياتره يي ښځي او کوچنيان ول.

G.P/M.J/Matthias von Hein