1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د پاکستان د هوايي شرکت الوتنې ولې ځنډول شوي؟

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

د اروپایې اتحادیې د هوایي امنیت اژانس دغه بلاک ته د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت (پي آی اې) د پروازونو اجازه د شپږو میاشتو له پاره ځنډولې ده. خو پاکستان اوس هلې څلې پيل کړي څو اروپا دغه بندیز لغوه کړي.

https://p.dw.com/p/3ecNK
PIA Pakistan International Airlines | Boeing 777-200ER
انځور: Imago Images/Aviation-Stock

د اروپایي اتحادیې د هوایي امنیت آژانس ویلي دي چې دوی دغه ګام د دې اندیښنې له کبله اخیستې چې دغه هیواد د خپلو پروازونو له نړیوال هوایي معیارونو سره برابرول ډاډمن کړي.

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اروپا ته د پاکستان د هوایي شرکت د الوتنو ځنډول دغه هیواد له پاره یوه سخته ضربه ده. تر دي دمخه پاکستان د ۸۶۰ پیلوټانو له ډلې ۲۶۲ تنه په کور کښینول، ځکه چې د هوایي چلند وزیر د هغوی جوازونه مشکوک بللي وو. په کښینول شوو پیلوټانو کې د پي آی اې، ۱۴۱ پيلوټان هم شامل دي.

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي آی اې) په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د اروپایي اتحادیې د هوایي امنیت آژانس د اروپایي اتحادیې په غړو هیوادونو کې د شپږو میاشتو له پاره د پي آی اې د فعالیتونو جواز ځنډولی دی.» د اعلامیې له مخې دغه څه به د جولای له لومړۍ نېټې څخه د تطبیق وړ وي او دوی ته د عرض کولو حق ورکړل شوی. زیاته شوې ده چې پي آی اې به اروپایي اتحادیې ته په مؤقتي ډول خپلې ټولې الوتنې وځنډوي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د اروپایي اتحادیې د هوایي امنیت آژانس په یوه بریښنا ليک کې د دغه اقدام په تائیدولو سره د پاکستان له لوري وروستیو تحقیقاتو ته اشاره کړې ده چې ښيې د پاکستان د ډیر شمیر پيلوټانو د جوازونه ناچله دي.

پاکستان یو شمیر پیلوټان د پې آی اې د رالویدلې الوتکې په هکله د لومړني رپوټ تر خپریدو وروسته پر کورونو کښینول. د کراچۍ په ښار کې د الوتکې د رالویدو په پېښه کې ۹۷ تنه مړه شوي ول.

Pakistan Flugzeugabsturz in Wohnhäuser in Karatchi
په پاکستان کې د مي میاشتې په آخر کې د یوې الوتکې د سقوط پيښه انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت ویلي دي چې دوی د اروپایي اتحادیې د هوایي امنیت آژانس سره په اړیکه کې دي چې اصلاحي ګامونه واخلي او د دوی د خپلې پریکړې په هکله له سره غور وکړي. د پې آی اې په خبره دوی د حکومت او هوایي شرکت له لوري د ګامونو د اخیستو وروسته د امکان په صورت کې د ژر پیلیدو اټکل کوي.

د اروپایي اتحادیې اړونده اژانس د پاکستان د یوه بل هوایي شرکت «ایر وژن» د الوتنو جواز هم لغوه کړی دی. خو دغه هوایي شرکت د رویټرز خبري آژانس له لوري استول شوي ایمیل ته په سملاسي توګه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

پاکستاني پیلوټانو او د هغوی صنفي اتحادېې چې د پاکستان هوایي شرکتونو د پیلوټانو اتحادیه نومیږي ویلي دي چې د پاکستان د حکومت له لوري د هغو پيلوټانو د لېست په هکله چې مشکوک ښوول شوي په برخه کې توپیر شته او دوی په دې هکله د قضایي څیړونو غوښتنه کوي.

پې آی اې او د ایر بلیو، په نومي شخصي هوایي شرکت هم د دغه لېست په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي. د پې آی اې په خبره په دغه لېست کې په ګوته شوي د دوی ۳۶ پیلوټان یا تقاعد شوي او یا یې دغه شرکت پریښی. ایر بلیو بیا وایي چې په لېست کې له ښوول شوو نهو پيلوټانو څخه یې اووه تنه له دوی سره نور کار نه کوي.

د پاکستاني پیلوټانو د صنفي اتحادیې مشر چوهدري سلمان له رویټرز خبري آزانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه لېست کې په لوړه کچه تحصیل کوونکی او په شرایطو برابر «پیلوټانو نومونه شته چې په ټولو ازموینو کې بریالي شوي.» د هغه په خبره دوی د دې موضوع عادلانه او بې طرفه حل غواړي.

د پاکستان د هوايي چلند وزارت یوه چارواکي عبدالستار کهوکر، یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د دغه توپیر په هکله پوره جزئیات نه لري. هغه یادونه کړې چې «دغه موضوع له هوایي شرکتونو او د هوایي چلند له چارواکو سره په مشوره ترتیب شوي.»

زموږ له آرشيف څخه: