«اروپا اتحادیه باید د زیاتو کډوالو بهیر ته چمتو شي»
۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبهسېسليا مالمشتروم د «دي وېلټ» نومي آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي اروپا ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر به د اټکل له مخي په راتلونکو کلونو کي زيات سي. د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو کميساري زياته کړې ده چي اروپا ته د پنا غوښتنکو شمیر به په قوي احتمال سره په راتلونکو کلونو کې نور هم زیات سي او دا ښایي «څو لسیزې» په همدی ډول پاتې سي. د هغې په وينا له همدې کبله اروپايي اتحاديه بايد د هغو انسانانو سره د اوس په پرتله زياته مرسته وکړي چي د بې وزلۍ او تاوتريخوالي څخه په تېښته کي دي.
د پنا ورکولو په خاطر امتیاز
اروپايي کميساري مالمشتروم ويلي دي چي د اروپايي اتحاديې هر غړی هيواد چي د سوريې د کمپونو څخه پناه غوښتونکي ومني، د هر پناه غوښتونکي پر سر به ورسره د ۶۰۰۰ يورو مرسته وسي. نوموړي زياته کړې ده چي د مرستي دا وړانديز د اروپايي کميسارۍ لخوا کوي.
د سوريې زياتره پناه غوښتونکي په اُردن، ترکيه او لبنان کي په کمپونو کي ژوند کوي. په دغو کمپونو کي د سوريايي مهاجرو شمېر دومره لوړ دی چي د مالمشتروم په وينا چې «بشري حالت پکښي دومره خراب دی چي د زغملو وړ نه دی».
بشري مرسته د وېزې له لاري
د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جون ۶مه) په لُوکسمبورګ کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو د وزيرانو غونډه ده. په دغه غونډه کي به پر دې غور او بحث وسي چي اروپايي اتحاديه د مخ په زياتېدونکو پنا غوښتونکو د پديدې سره څرنګه چلن وکړي. د اروپايي اتحاديې د پولي ساتنې د آژانس فرونتکس، په وينا د روان مېلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کي تر ۴۲۰۰۰ څخه زيات پنا غوښتونکي يې د اروپا د بهرنيو پولو څخه ژغورلي دي. دا شمېره د مخکني کال په پرتله درې ځله زیاته ده.
مالمشتروم دا وړانديز هم کړی دی چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه دې د خپلو سفارتونو په مرسته په سوريه کي دننه د بشري مرستو پر بنسټ ويزې ورکړي. نوموړي ويلي دي چي د دغو ويزو په مرسته به د سوريې جګړه ځپلي انسانان يوه قانوني لاره پيدا کړي چي اروپايي اتحاديې ته راسي. د هغې په وينا په دې توګه به دغه انسانان د انساني قاچاق وړونکو د منګلو او يو شمېر ګواښونو څخه وژغورل سي.