1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي محکمه: بریتانیا په یوازې سر د بریکزیت بهیر درولی شي

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

د اروپايي ټولني یوې محکمې پریکړه کړې ده چې بریتانیا کولی شي د اروپايي ټولنې له هیوادونو سره له مشورې پرته د بریکزیت بهیر ودروي. دغه پریکړه د بریتانیا په پارلمان کې د بریکزیت پر تړون باندې تر رای اچونې یوه ورځ مخکې کیږي.

https://p.dw.com/p/39myP
Symbolbild EU-Brexit-Gipfel
انځور: picture alliance/dpa

د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړي محکمې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې بریتانیا کولي شي له اروپايي ټولنې څخه د وتلو یا بریکزیت بهیر پرته له دې چې د ټولنې نور غړي یې تائید کړي، ودروي.

دغه پریکړه یوه ورځ مخکې تر هغه کیږي چې د بریتانیا پارلمان به د لومړی وزیرې تریسا مې، د بریکزیت پر پلان باندې رای وکاروي. تمه کیږي چې دغه پلان به په پارلمان کې رد شي.

د بریتانیا حکومت دوه وارې هڅه وکړه چې د اروپايي ټولنې محکمې ته د دغې قضیې د تلو مخه ونیسي. چارواکو استدلال کاوه چې د بریکزیت بهیر درول، یو خیالي حالت دی. دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د بیلابیلو ګوندونو ځينو غړو بیا هڅه کوله چې قضیه اروپايي محکمې ته ورسیږي.

تیره اووني د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې یا (ECJ) یو لوړپوړي چارواکي سپارښتنه کړې وه چې بریتانیا باید له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په دوه کلن بهیر کې د دې امکان ولري چې دغه بهیر ودروي.

د بریکزیت پلان ردیدای شي

د تریسا مې محافظه پاله ګوند د هغې د وړاندې شوې پلان پر سر، سره ویشل شوی دی. دغه پلان له اروپايي ټولنې سره تر ۲۰ میاشتو مذاکراتو وروسته جوړ شوی دی. مې اوس د هغو کسانو له مخالفت سره مخامخ ده چې له اروپايي ټولنې وتل غواړي او استدلال کوي چې د مې په پلان کې داسې تدابیر په پام کې نه دي نیول شوي چې له مخې دې بریتانیا په ریښتنې توګه له اروپايي ټولنې ووځي.

په عین حال کې بیا لومړۍ وزیره مې، د هغو کسانو له مخالفت سره هم مخامخ ده چې غواړي بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاته شي. هغوی بیا د یوې بلې ټولپوښتنې غوښتنه کوي.

مې بیا په وار وار سره ویلي دي چې د هغې پلان له اروپايي ټولنې څخه د وتلو تر ټولو پاکه طریقه ده. هغې د بریتانیا «میل اون سندې» ورځپانې ته ویلي دي چې که پلان يې په پارلمان کې رد شي نو بریتانیا به له یوه نامعلومه برخلیک سره مخامخ شي.

ms/nz (dpa, AFP)