1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کميسیون د روسيې پر تېلو د بندیزونو غوښتنه کوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د اروپايي اتحادیې د کميسيون مشرې پر روسیې د اقتصادي بندیزونو نوي پلانونه تائيد کړل. پر دې سربيره نور ستر روسي بانکونه هم بايد د سويفت سيسټم څخه پرې شي. بايدن اوکراين ته د وسلو له ورکړې څخه دفاع وکړه.

https://p.dw.com/p/4Aohy
EU-Parlament - Ursula von der Leyen
انځور: Jean-Francois Badias/AP Photo/picture alliance

اورزولا فون ډېر لاین په شتراسبورګ کې د اروپا په پارلمان کې وويل: «موږ د روسیې پر تېلو د بندیزونو وړاندیز کوو. دا به له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د بشپړ بندیز په معنا وي.»

نوموړې زياته کړه چې کميسيون غواړي د روسیې د خامو تېلو ليږد په شپږو مياشتو کې دننه او د محصولاتو واردات یې د روان کال تر پای پورې وردوي. دغه آلمانۍ سياستوالې زياته کړه: «په دې توګه موږ پر روسیې فشار تر ډېره لوړولی او په ورته وخت کې زموږ او په ټوله نړۍ کې د زموږ د شریکانو له پاره ضمني زيانونه هم د امکان تر حده ټيټ ساتلی شو.»

هغې وويل: «ځکه که موږ غواړو چې له اوکراين سره مرسته وکړو، نو زموږ خپل اقتصاد بايد قوي وي.» فون ډېر لاين وويل چې د هنګري او سلواک جمهوريت له پاره پراخ استثنايي مقررات په نظر کې نيول شوي دي.

دا دواړو هېوادونو لا هم د خپلې اړتيا زياتره برخه تېل له روسیې څخه واردوي او سمندر ته نه لاس رسي له کبله د دې جوګه نه دي چې ژر ورته بديلې چارې لارې وموندي.

د نورو بانکونو پر وړاندې جزايي اقدامات

پر تېلو د بندیز تر څنګ فون ډېر لاين د جزايي اقداماتو هغه پلانونه هم تائيد کړل چې د نورو روسي بانکونو پر وړاندې په نظر کې نيول شوي دي. د نوموړې په حواله کميسيون په نظر کې لري چې د روسیې د «سبير بانک» په نوم تر ټولو ستر او نور دوه ستر بانکونه د راکړې ورکړې د سويفت له نړيوال بانکي سيسټم څخه جلا کړي.

فون ډېر لاين په دې اړه وويل: «په دې توګه موږ هغه بانکونه په نخښه کوو چې د روسیې د مالي سیسټم له پاره ډېر مهم دي او په دې توګه به د پوتين له خوا د نورو ويجاړيو مخه ونيسي.»

Präsident Joe Biden
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

پر دې سربیره د اروپا اقتصادي ارزوونکې او مشاورين نور اجازه نه لري چې د روسي شرکتونو او همدا راز د کريملن له پاره کار وکړي.

خو لومړی باید دا پلان شوي جزايي اقدامات د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادونو له خوا تصويب شي. نن، چهار شنبه (د ۲۰۲۲م کال د می څلورمه نيټه) به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو استازي پر دې مسوده سلا مشوره وکړي.

د ديکتاتورانو پر ضد د جګړې اعلان

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن اوکراين ته د روسیې پر خلاف د جګړې په موخه د وسلو له ورکړې څخه دفاع وکړه.  بایدن په الاباما ايالت کې د وسلې له  يوې فابريکې څخه د ليدنې پر مهال وويل: «تاريخ ښوولې ده چې مطلق العنان مشران چې سړی یې مخې ته ونه دريږي، بيا بيا واکمنيږي.»

بايدن په خپلو خبرو کې وويل: «موږ يا خو به د اوکراين له ولس سره د خپل هېواد د دفاع په برخه کې مرسته کوو او يا بايد تماشه وکړو چې څرنګه روسیه خپل له تيري ډکو کړنو او اشغال ته دوام ورکوي.»

زیلنسکي یو وار بیا د درنو وسلو غوښتنه کړې

د اوکراين د جګړې له پېل راهيسې امريکا متحده ايالاتو تر اوسه د شوروي اتحاد دغه پخواني جمهوريت ته د ۳،۷ ميلياردو ډالرو څخه په ډېرارزښت يوازې وسله او تجهیزات يا ورکړي او يا یې ورسره د ورکړې ژمنه کړې ده.

بايدن همدا راز د امريکا له کانګرس څخه د اوکراين سره د پوځي او بشري مرستې له پاره د نورو ميلياردونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ: «لکه ما چې په پېل کې ويلي چې دا به يوه ارزانه جګړه نه وي.»

ب. ص/ ا.ا (dpa, rtr, afp, ap)