اروپايي پارلمان امریکایانو له پاره د ویزې شرایط غواړي
۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعهپه اوس وخت کې باید د بلغاریا، رومانیا، کرواسیا، قبرس او پولند هیوادونو وګړي د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر کولو مخکې د دغه هیواد ویزې ترلاسه کړي.
د اروپايي ټولنې پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲يمه نېټه) د دغې ټولنې له اجراییه وي څانګې څخه وغوښتل چې د دوو میاشتو په منځ کې د امریکایي وګړو له پاره اروپا ته د سفر کولو په موخه د ویزو ترلاسه کولو شرایط رامنځته کړي. هغوی د خپلې دې غوښتننې لامل د امریکا متحده ایالاتو له خوا د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هیوادونو له پاره د پرته ویزې سفر شرایط نه برابرول په ګوته کړی دی.
په دې ترتیب سره نو د اروپايي ټولنې پارلمان له بروکسل څخه د می تر میاشتې مخکې د امریکایانو له پاره د ویزې شرایطو د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.
له بلغاریا څخه د اروپايي پارلمان غړې فیلیز هایسمنوا، په یوې بیانیه کې ویلي دي: «د ویزې د عین شرایطو نه رامنځ ته کیدل د اروپايي ټولنې لږ تر لږه ۱۴ سلنه اوسیدونکي تر اغیزې لاندې راولي په ځانګړې توګه د بلغاریا، رومانیا، کرواسیا، قبرس او پولند هیوادونو وګړي او یا دوه تابعته لرونکي اروپايي اوسیدونکي اغیزمن کوي.»
هغې زیاته کړه: «اوس د دې وخت رسیدلی دی چې کمیسیون اداري او سیاسي قوت وښيي، نه یوازې د دې له پاره چې د دغو کسانو ساتنه وشي، بلکه همداراز په نړیواله صحنه کې د ټولې اروپايي ټولنې قوت او وحدت وښول شي.»
د ضرب الاجل
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي پارلمان تر دې مخکې هم په ۲۰۱۴ کال کې یو ورته ضرب الاجل ټاکلی وو، خو د هغه وخت پرته له دې چې بروکسل ورته پام وکړي، تیر شو.
اروپايي کمیسیون بیا ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر دونالد ترمپ، له ادارې سره اړیکه نیولې ده چې د ویزې په برخه کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د وګړو له پاره په خپلو شرایطو کې بدلون راولي.
اروپايي چارواکو هیله څرګنده کړې ده چې د جون په میاشت کې د اروپايي او امریکایي وزیرانو د غونډې په مهال به دغه موضوع حل کړي. خو بروکسل ډیر وخت پر امریکایانو باندې د ویزې د محدودیت رامنځ ته کولو سره ډیره لیوالتیا نه لري ځکه ډیر شمیر سیلانیان له امریکا څخه اروپاي ته راځي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):