1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د مسکو له خوا د ګازو قطع کولو ته غبرګون وښود

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

د اروپايي اتحادېې اقتصادي کمیشنر، پاولو جنتيلوني، د شنبې په ورځ وویل چې اروپا ته د روسي ګازو د بشپړ قطع کېدو په صورت کې اروپايي اتحادېې د ګازو د زیرمه کولو او د مصرف سپمولو کې خپل «ښه چمتووالی» نیولی دی.

https://p.dw.com/p/4GO9W
Russland Portovaya Gas Kompressorstation
انځور: Nord Stream AG/ZUMA Wire/imago images

 جنتيلوني د اروپايي پارلمان د یو اقتصادي فوروم په څنډه کې خبريالانو ته وويل چې روسېه له ګازو څخه د وسلې په توګه استفاده کوي. هغه زیاته کړه چې دوی د مسکو د دغه اقدام په مقابل کې خپل لازم تیاری نیولی دی.

نوموړي وويل: «موږ د پوتین له تصمیم څخه ویره نه لرو، موږ له روسېې څخه غواړو چې د قراردادونو درناوی وکړي، که چیرته هغوی دا کار نه کوي، موږ عکس العمل ته تیار یو.»

په عین حال کې د ايټالیا صدراعظم، ماریو دراګي، وويل چې «موږ نه غواړو په جګړه کې برخه واخلو. موږ نه غواړو چې پوځي تشدد ته زور ورکړو.» دراګي زیاته کړه: «موږ له اوکراين څخه ملاتړ کوو. موږ باید اوس دغه کار لا په موثره توګه ترسره کړو.»

اروپا ته د روسېې ګاز د نورد ستریم پایپ لاین له لارې ورځي. نورد ستریم ۱ له روسېې څخه د ګازو د انتقال تر ټولو مهم پايپ لاین ګڼل کيږي چې له طریقه ېې روسي ګاز لومړی آلمان او بیا نورو اروپايي هیوادونو ته انتقاليږي.

د روسېې ګازپروم ستر شرکت د ټاکل شوي پروګرام خلاف اعلان وکړ چې سر له ننه اروپا ته د دغه پایپ لاين له طریقه ګاز نه انتقاليږي. مسکو له درو ورځو مخکې راهیسې اروپا ته د ګازو لیږد متوقف کړي وو چې دلیل «تخینکي ستونزې» بولي.

پر اروپا د روسېې له خوا د ګازو د قطع کېدو موضوع په اوکراین د روسېې د پوځې یرغل وروسته پر روسېې د لویديځ د لګول شوو تحریمونو سره تړلې ده.