اروپايي ټولنې ته په دسیمبر کې د سولې جایزه ورکول کیږي
۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعهاعلان
د اروپایي ټولنې له پاره د سولې د نوبل جایزه د دسمبر پر لسمه نیټه دې اتحادیې ته ورکول کیږي. دغه جایزه به د اروپایي ټولنې د شورا، اروپایی ټولنې پارلمان او کمیسیون د رئیسانو له خوا په ګډه تر لاسه شي.
دغه خبره د اروپایي ټولنې د پارلمان رئیس مارتین شولڅ، د دغې ټولنی له دولتي او حکومتي مشرانو سره تر یوې لیدنې کتنې وروسته کړې ده.