1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې ته تر بل هر وخت ډېر مهاجر راغلي دي

۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعه

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د تېر ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله د پناه غوښتنې په عريضو کې ۶۸ سلنه ډېروالی ثبت کړی دی. د سوريې او اوکراين د کډوالو غوښتنليکونه تقريباً تل بريالي ول.

https://p.dw.com/p/4Gdks
Deutschland | Gemeinschaftsunterkunft für Geflüchtete in Berlin
انځور: Frederic Kern/Geisler-Fotopress/picture alliance

د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کې د اروپايي ټولنې په غړيو هيوادونو او ناورې او سويس کې د پناه غوښتنې عريضې په څرګند ډول ډېرې وې. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس «EUAA» په حواله چې مقر یې د مالتا په پلازمېنه واليتا کې دی، د ۲۰۲۲م کال په لومړيو شپږو میاشتو کې اړوندو ادارو ته د پناه ۴۰۶ زره غوښتنليکونه رسېدلي دي. زياته شوې چې دا د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۶۸ سلنه زياتوالی دی.

د لومړنيو شميرو په حواله اروپايي ټولنې د یوې میاشتې شمیرې په راخيستو سره په جون مياشت کې د څه نا څه ۷۳ زره او سلو عريضو په ترلاسه کولو سره کابو په هماغه اندزاه عريضې ترلاسه کړي دي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کالونو ترمنځ وړاندې شوې وې.

«تر ټولو زیات افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې»

تر ټولو ډېر د پناه غوښتنليکونه د افغانانو، سوريې او د وينزويلا د وګړو له خوا وړاندې شوي دي چې دا په ترتيب ۹۱۰۰، ۸۹۰۰ او ۴۸۰۰ دي. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په حواله په جون مياشت کې ۱۲۰۰ اوکراينانو هم د پناه غوښتنه کړې وه. خو د چارواکو په حواله دا هم د يادلو وړ ده چې د جګړې ځپلي هیواد اوکراين څخه پر راغلو انسانانو بل ډول مقررات صدق کوي.

موقتي محافظت د جلا حالت په توګه

په اروپايي ټولنه کې د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ له ۲۴مې نیټې څخه د سبتمبر تر ۴مې نيټې پورې تر ۴،۲ میليونو ډېرو وګړو چې زياتره یې اوکراينان ول، د موقتي محافظت د ترلاسه کولو له پاره ځانونه راجستر کړي ول.

په دې توګه هغه کسان چې د روسیې له خوا پر اوکراين د يرغل په نتیجه کې تښتې ته مجبوريږي، د پناه غوښتنې د پيچلې پروسې سره نه مخ کيږي او د يوې ځانګړې مودې له پاره  په اروپايي ټولنه کې د زده کړو او حکومتي مرستو د ترلاسه کولو حق په لاس راړوي.

د اروپا په کچه اکثریت مهاجر په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي

د اروپايي ټولنې په حواله په روان کال کې د پناه او موقتي محافظت د ۴،۶ ميليونه غوښتنليکونو سره دا شمير تاريخي لوړې کچې ته رسېدلی دی. په جون میاشت کې د پناه او موقتي محافظت دواړو حيثيتونو پيژندو ته په کتو سر د سوريايي او اوکرايني وګړو عريضې کابو تل منل شوي دي. په ټولیزه توګه د ۴۴ سلنه سره له دې غوښتنليکونو تر نيمايي لږ یې تصويب يا قبول شوي دي.

ب. ص/ ن .ز (dpa, Europäische Asylagentur)

زموږ له آرشيف څخه: