1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ماشومانو ته د کرونا واکسين د لګولو اجازه ورکړل شوه

۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبه

ډېر ژر به په اروپايي ټولنه کې له پنځو تر يولس کلني ترمنځ ماشومان هم د کرونا ضد واکسين ترلاسه کړای شي. د اروپا د درملو ادارې «اي ام اې» د بيونتيک او فایرز شرکتونو د اړوند واکسين سپارښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/43U2Q
USA | Pfizer-BioNTech Covid-19 Impfung für Kinder
انځور: Mike Blake/REUTERS

د اروپا د درملو ادارې «اي ام اې» تر پنځه کلنۍ پورته ماشومانو ته د کرونا ضد واکسين د لګولو اجازه ور کړې ده. د دغه ادارې اړوندې کمېټې په امستردم کې سپارښتنه وکړه چې د بايونتيک شرکت او د هغه د امريکايي شريک شرکت فايرز واکسين کيدای شي د پنځه تر يولس کلنو ترمنځ ماشومانو ته ولګول شي.

د دې واکسين دوز به د هغه په پرتله چې تر اوسه له دولس کلنۍ پورته عمر لرونکو ماشومانو ته لګول کیږي، لږ وي. زياته شوې چې دا واکسين به هم د دريو اوونيو په فاصلې سره په مټ کې د دوو پيچکاريو له لارې تطبيقيږي.

د دې واکسين د تطبيق په اړه به وروستۍ پريکړه د اروپايي ټولنې کمېسيون کوي خو د اروپا د درملو د ادارې تر پريکړې وروسته دا يوازې رسمي بڼه لري. تر اوسه د بيونتیک واکسين په اروپايي ټولنه کې يوازې له دولسو کلونو ډېر عمر لرونکو ماشومانو ته د تطبيق اجازه لري.

د آلمان د واکسين ادارې اجازې ته هم اړتيا شته

په آلمان کې د واکسين پر تصويب پرته د واکسين د دايمي کمېسيون له خوا چې لنډيز یې « Stiko» دی، وړاندیز هم پرېکړنده دی. دغه کمېسيون به اوس د کوچنيانو د کرونا د واکسينو په اړه مشوره کوي.

Israel | Covid-19 Impfung für Kinder
په اسرائيلو کې هم ماشومانو ته د بيونتيک واکسين تطبيقيږيانځور: Oded Balilty/AP Photo/picture alliance

د کومينارتي په نوم دا واکسين د هغو څلورو واکسينو څخه يو وو چې  د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۲۱ نېټه ورته په اروپايي ټولنه کې تر ۱۶ کلنۍ پورته عمر لرونکو کسانو له پاره اجازه ورکړې شوې وه. د می میاشتې په پای کې یې بيا د تطبيق اجازه تر ۱۲ کلنۍ پراخه کړل شوه.

د آلمان له پاره ۲،۴ میليونه دوزه

د آلمان د روغتيا وزير ينس شپان د دوشنبې په ورځ وويل چې د اروپايي ټولنې ټولو هېوادونو ته به د دسمبر تر ۲۰ نیټې پورې د ماشومانو دغه واکسين ورسيږي. هغه وويل چې آلمان به په یو وار ۲،۴ ميليونه دوزه ترلاسه کړي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د دغه هېواد د درملو د ادارې له خوا تر اجازې ووروسته کابو درې میلیونو ماشومانو د اکتوبر مياشتې  تر پای پورې د بيونتيک او فایزر واکسين لګولي دي. په اسرائيل او کاناډا کې له پنځو تر يولس کلنو ترمنځ ماشومانو له پاره د دې واکسين تطبيق په روانه اوونۍ کې پيليږي.

ب. ص/ ن.ز (dpa, rtr, afp, epd)

زموږ له آرشيف څخه: