1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د پولو پر لا سخت کنترول غور کوي

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

د اروپایي اتحادیې مشرانو په فرانسه او اتريش کې تر خونړيو اسلامپاله ترهگریزو بريدونو وروسته د دغې اتحادیې د بهرنيو پولو د امنيت د لا ټينگښت غږ کړی دی. د فرانسې ولسمشر د «چټک او همغږي شوي غبرگون» غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3l8QB
Österreich Wien nach dem Terroranschlag
انځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance

د اروپايي ټولنې مشرانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۰مه نيټه) د اروپايي اتحادیې د بهرنيو پولو یا د شينگن د ساحې چې د ویزې اړتيا پکې نشته، د لا سخت کنترول وړاندیز کړی دی. دا وړاندیز تر هغو خونړيو بريدونو وروسته کیږي چې پړه يې پر اسلامپاله تندلارو اچول کيږي.

د سه شنبې په ورځ د فرانسې، اتريش، آلمان او د اروپایي ټولنې د نورو غړيو هېوادونو مشرانو په اروپا کې د ترهگرۍ گواښ ته د غبرگون په اړه خبرې وکړې. په پاريس کې د جوړې شوې دې غونډې مشرتوب د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د اتريش لومړي وزير سيباستيان کورڅ وکړ. دا دواړه هېوادونه په دې وروستيو اوونیو کې د خونړيو ترهگریزو بريدونو ښکار شوي دي.

په غونډه کې چې د انترنت له لارې یې جريان درلود، د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، د هالند لومړي وزیر مار روته او د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین او د اروپايي ټولنې مشر چارلس ميشل هم گډون درلود.

مکرون په دې ترڅ کې د «چټک او همغږي» شوي غبرگون غږ وکړ او وېې ویل چې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې له شرایطو څخه د ځينو هغه کسانو له خوا چې شومې موخې لري او اروپا ته داخل شوي دي، ناوړه گټه پورته شوې ده. هغه وويل: «پر بهرنيو پولو او د يوه غړي هېواد د امنيت په برخه کې هره سهوه  د ټولو غړيو هېوادونو له پاره يو ستر گواښ دی.»

انگلا ميرکل هم په خپل وار سره وويل چې «زموږ له پاره دا ډېره جدي او اړينه ده چې وپوهیږو چې څوک د شينگن ساحې ته داخليږي او څوک ترې وځي.»

خونړي بريدونه

يوه اوونۍ تر مخه د اتريش په پلازمينه ويانا کې يوه سړي چې احتمالاً د داعش د غړيتوب ترلاسه کولو هڅه یې کړې وه، څلور کسان په ډزو ووژل.  همدا راز په فرانسه کې تیره مياشت يوه شکمن افراطي مسلمان د نيس په يوه کليسا کې درې کسان ووژل. همدا راز په پاريس کې هم له هغه ښوونکي سر پرې کړل شوی وو چې د درس په ترڅ کې یې خپلو شاگردانو ته د اسلام د پيغمبر (ص) کاريکتاتورونه ښوولي ول.

د آلمان په دریسدن ښار کې هم څارنوالان د چړې له يوه بريد سره د يوه افراطي اسلامستي بريد په توگه چلن کوي.

دې ډول بريدونو په دغه هېوادونو کې د تندلارو پر وړاندې د عملياتونو د ترسره کولو غوښتنې زياتې کړي. دې پېښو همدا راز د اروپايي ټولنې د بهرنيو پولو د امنيت د قوي کولو غوښتنې هم ډېرې کړي دي.

د فرانسې غبرگون

د فرانسې د بریدونو په ځواب کې ولسمشر ماکرون په اصطلاح د «اسلامستي بيلتون پالنې» پر ضد د مبارزې اعلان وکړ او ویې ويل چې د فرانسې اسلامستانو يو موازي کلتور رامنځته کړی او د فرانسې ارزښتونه، دود او قوانين ردوي. په فرانسه کې یو نوی قانون پر هغه خلکو تمرکز کوي چې تندلارتوب ته وده ورکوي او د دې مخه نيسي چې ماشومان له ښوونځيو فارغ شي، همدا راز دا قوانين د ترهگرۍ له تمويل سره مبارزه کوي او د استوگنې او زده کړو په تگلارو کې اصلاحات په نظر کې لري څو محروم شوي کسان قوي شي. 

ماکرون همدا راز د اروپايي ټولنې دننه د پوليسو د کار د ښې همغږۍ غوښتنه هم وکړه.

په اتريش کې عملیات

په اتريش کې تر بريد وروسته چارواکو لس کسان په دې شک ونيول چې هغوی ښايي له بريد گر سره لاس درلودلی وي. همدا راز په جلا عملياتو کې تر ۶۰  زيات هغه استوگن ځايونه پلټل شوي چې د اخوان المسلمين ډلې او يا د فسلطنيانو د حماس غورځنگ سره یې تړاو درلود.

په دې عملياتو کې په ميليونو يورو نغدي پېسې ضبط شوي او له ۳۰ شکمنو کسانو څخه د پلټنو لارښوونه هم شوې ده. د اتریش د کورنيو چارو وزیر کارل نيهامر وويل چې دا يو حرکت وو چې موخه یې د «سياسي اسلام د ريښو پريکول» دي.

په ويانا کې چارواکو همدا راز هغه دوه مسجدونه هم تړلي چې بريد کوونکي به ورته زياتره وخت ورتلل.