1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه باید د ادیانو د ازادۍ له پاره ډیر څه وکړي

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني کمیسارۍ د ادیانو د ازادۍ د خاص استازي پست له منځه يووړ. خو پر دې فیصلې باندي د مختلفو ادیانو نمایندګانو سخت انتقاد کړی او د هغه د بیرته رامنځته کیدو غوښتنه یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3eu0B
Rabbiner Pinchas Goldschmidt
انځور: DW

د اورزولا فون دیر لاین په مشرۍ تر اروپا دباندي د ادیانو د ازادۍ د خاص استازي پست د له منځه وړلو فیصله د همدې عیسوي کال په جون میاشت کي وسوه. دغه پست په ۲۰۱۶ م کال کي د اروپايي ټولني د پخواني لوی کمیسار، جان کلود یونکر په مشرۍ هغه وخت رامنځته سو، کله چي پاپ فرانڅیسکو ته د آخن د کارل جایزه ورکول کیدله. دغه پست ته سلواکی، یان فیګل د نماینده په حیث تعین سوی ؤ. خو اوس چي یونکر نور نسته، د هغه ځای ناستي، فون دیر لاین تصمیم ونیوی، چي دغه پست له منځه یوسي.

د فون دیرلاین پردې فیصلې باندي د مختلفو ادیانو نمایندګانو سخت انتقاد کړی دی او د هغه د بیرته رامنځته کیدو غوښتنه کوي. دوی وايي، اروپايي ټولنه باید د ادیانو د ازادۍ له پاره ډیرکار وکړي. د اروپايي ټولني د کمیسارۍ د اسقفانو د کمیسون(COMECE) رییس جان کلود هولریش د یکشنبه په ورځ «د جولای پنځمه» وویل، چي په ځینو هیوادو کي «د خطر سره مخامخ مذهبي اقلیتونو په مقابل کي مذهبي ظلم او فشار په دې منځ کي د قتل عام سرحد ته رسیدلی دی.» ځکه یې نو په خبره اروپايي ټولنه باید بیا هم د ادیانو او مذهبونو د ازادۍ له پاره مبارزه وکړي او هغه هم د خپل یوه استازي په وسیله.

د هولریش په خبره، فیګل د «هغو کسانو د دفاع او حمایې له پاره کار وکړ، کوم چي د نه زغم، تبعیض او تعقیب سره مخامخ دي.»

Irak Jan Figel EU-Sonderbeauftragter für Religionsfreiheit
د اروپايي ټولنې د اديانو د آزادۍ پخوانی استازی ين فيگل عراق ته د سفر پر مهالانځور: Getty Images/AFP/H. Hamdani

د اروپا د یهودي رابینو د ټولني رییس او د مسکو لوی رابین بیا د یوه غلط زیګنال څخه خبره کوي. هغه دا پوښتنه کوي، چي «ایا اروپا د مذهب سره مشکل لري، خصوصأ هغه وخت چي دلته د مذهبي عنعناتو او مقرراتو نه یوازي احوال نه اخیستل کیږي، بلکه حتی منع کیږي هم . دا هم پداسي حال کي ده، چي «مذهبي ازادي» یو اروپايي ارزښت دی.

په جرمني کي د مسلمانانو د مرکزي شورا رییس، ایمان مازیک بیا ویلي دي، چي « د دنیا په ډیرو برخو کي د مذهبي ازادۍ بشري حق تر پښو لاندي کیږي.» حتی په اروپا کي کوښښ کیږي، چي مذهبي ازادي محدوده سي. ځکه نو دا اوس ډیره مهمه ده، چي په داسي یوه وخت کي د دیني ازادۍ د یوه نماینده ږغ خفه نسي.

تقریبأ عین اظهارات د جرمني د اورتودوکس کلیسا د اتحادیې رییس، میتروپولیتاوګوستینوس هم کړي او ویلي دي، چي اروپايی ټولنه باید د ترکیې د جمهورریس، رجب طیب اردوغان د هغه اقدام پرضد عمل وکړي، چي غواړي په استانبول کي ایا صوفیا بیرته په یوه مسجد باندي تبدیله کړي. په خبره یې «دغه بې تفاوتي د عیسویانو له پاره یوه فاجعه ده.»