1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مهاجرو د منلو له کبله په میلیاردونه یورو ترلاسه کوي

۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبه

د رپوټونو په حواله ټاکل شوې چې اروپايي ټولنه به له آلمان سره د سلګونه زرو مهاجرو د منلو له امله ۴،۵ میلیارده یورو مرسته ورکړي. په دې ترتیب آلمان د هر مهاجر د منلو په بدل کې شاوخوا ۳۰۰۰ یورو ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/2ypZO
Bundesamt für Migration Schild Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

ټاکل شوې چې اروپايي ټولنه به د ۲۰۲۱م کال نه نیولې تر ۲۰۲۷م کال پورې په خپله راتلونکې بودیجه کې د آلمان له پاره ۴،۵ میلیارده یورو چې شاوخوا ۵،۲۶ امریکايي ډالر کیږي ځانګړې کړې. آلمان ته دغه مقدار پیسې له ۲۰۱۳م کال را پدیخوا د شاوخوا ۱،۷ میلیونو مهاجرو د منلو په بدل کې ورکول کیږي، تر څو په دغه هیواد باندې د مهاجرینو د راتګ له امله موجود مالي فشار کم کړل شي.

د «فرانکفورتر الګمانیه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په خپل یوه ځانګړي رپوټ کې ویلي چې اروپايي ټولنه به د اروپايي ټولنې د اتباعو پرته د بل هر هیواد د مهاجرینو د منلو په بدل کې آلمان ته ۲۸۰۰ یورو ورکړي. د «یوروشتات» په نامه د آلمان د احصایې د مرکزي دفتر د شمیرو له مخې، د ۲۰۱۴م کال راهیسې په آلمان کې دغه راز ۱،۷ میلیونه مهاجرین منل شوي دي چې له دې ډلې نیمايي یې یوازې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلي دي.

په ۲۰۱۵م کال کې په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د سوریې جګړې تر پیلیدو وروسته، آلمان د مهاجرینو له پاره خپلې پولې پرانیستلې چې له کبله یې آلمان د یو زیات شمیر مهاجرینو د راتګ له امله تر سخت مالي او ټولنیز فشار لاندې راغی. د یادې ورځپاڼې په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې آلمان ته ورکول کیدونکې دغه مالي مرستې د اروپايي ټولنې په سیمه کې له اقتصادي پلوه د کمزورو هیوادونو سره د مرستې په چوکاټ کې ځانګړې کیږي.

د دغې ورځپاڼې په حواله د روان کال په فبروري میاشت کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د اروپايي ټولنې د هغو هیوادونو له پاره د مالي مرستو د قطع کولو غوښتنه کړې وه چې د مهاجرینو په برخه کې کمه مرسته کوي، خو دغه غوښتنه د اروپايي ټولنې د هیوادونو او دولتونو د مشرانو له لوري رد کړل شوه.

د «فرانکفورتر الګمانیه څایتونګ» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې همدا راز زیاته کړې ده چې د اروپايي ټولنې د هغو هیوادونو له پاره چې د مهاجرو په برخه کې یې ستونزو ته اوږه ورکړې،په بروکسل کې یادو هیوادونو ته د مالي تشویقي پروګرام د وړاندیز هرکلی شوی دی.

آلمان اوسمهال د اروپايي ټولنې د هیوادونو په کتار کې د مهاجرو د منلو په برخه کې تر ټولو مخکښ هیواد دی او یوازې په ۲۰۱۷م کال کې یې ۳۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو ته حفاظتي پناه ورکړی ده. د «یوروشتات» د احصایې له مخې دغه شمیر په همدې موده کې د اروپايي ټولنې د ټولو هیوادونو له لوري د منل شوو ۵۳۸ زره پناه غوښتونکو ۶۰ سلنه تشکیلوي. د یادولو وړ ده چې مهاجرو ته د دغه راز قبولیت ورکړه، په اروپايي ټولنه کې د دایمې پاتې کیدو سبب نه ګرځي.