1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي محکمه: هنګري په غیر قانوني ډول پناه غوښتونکي ساتي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د اروپا عالي محکمې په یوه پریکړه کې ویلي دي چې د هنګري چارواکي افغان او ایراني پناه غوښتونکي زندان ته ورته شرایطو کې ساتي چې په دې سره دغه څه د اروپایي اتحاديې له قانون سره اړخ نه لګوي.

https://p.dw.com/p/3cFgU
Ungarn Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/L. Witter

د اروپا عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ په خپله پریکړه کې ویلي چې د هنګري په سرحدي کمپ کې پناه غوښتونکي د اروپایي اتحادیې د قانون له مخې په غیرقانوني ډول بند کې ساتل کیږي. په دې ډول محکمې د څارنوال د تیرې میاشتې د نظر پلوي کړي. دغه کمپ صربستان ته څیرمه موقعیت لري.

د محکمې د حکم له مخې په روسکه، ترانزیت زون کې شرایط له آزادۍ څخه د محرومولو په څیر دي. د محکمې په وینا اغیزمن کسان په خپله خوښه هیڅ لوري ته له دغه ځای څخه نه شي تللی.

دغه قضیه محکمې ته د افغانستان او ایران څلورو پناه غوښتونکو وړاندې کړې وه. د هغوی د پناه غوښتنه د هنګري د چارواکو له لوري رد شوې ده او استدلال یې دا دی چې پناه غوښتونکي په غیر قانوني ډول له صربستان څخه چې دوی یې خوندي ترانزیتي هیواد ګڼي ورننوتي دي. هنګري وایي چې په دې ترتیب باید دغه کسان په صربستان کې د پناه غوښتنه وکړي.

خو صربستان د دغو پناه غوښتونکو له بیرته منلو څخه انکار کړی دی او وایي چې دوی له هنګري سره د هغو کسانو د انتقال په هکله داسې کوم تړون نه لري چې په غیر قانوني توګه د اروپایي اتحادیې کوم هیواد ته داخل شوي وي. د هنګري چارواکو له لوري د پناه غوښتونکو پر دوسیو باندې له غور کولو څخه تر معذرت وروسته اوس هغوی له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي.

له نړۍ سره اړیکه پرې کیدل

د اروپایي محکمې لوی څارنوال پریت پیکامي، تیره میاشت د صربستان له لوري د دغو کسانو د نه منلو وروسته استدلال وکړ چې دا په هنګري پورې اړه لري چې د دغو مهاجرو «خپل مبدا هیواد ته د بیرته استولو پر ځای د هغوی د پناه غوښتنې لومړنۍ قضیه بیرته وارزوي.»

هغه د پناه غوښتونکو د ساتلو پر شرایطو باندې انتقاد کړی وو او ویلي یې وو چې پر آزاد تګ راتګ باندې د سخت محدودیت له کبله دغه څه یوه «غیرقانوني بند» ته ورته دي. د پیکامي په خبره: «هلته ځای پر ځای شوي مهاجر په فزیکي ډول له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نه لري او په انزوا کې ژوند کولو ته مجبوره کړی شوي دي.»

پر هنګري د اروپایي اتحادیې فشار

د هنګري حکومت چې مشري یې ویکتور اوربان کوي له مهاجرو سره د چلند په برخه کې د اروپایي اتحادیې تر فشار لاندې دی.

په ۲۰۱۵م کال کې چې د مهاجرو کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی وو، لومړي وزیر ویکتور اوربان د صربستان له لارې د مهاجرو د داخلیدو د مخنیوي په موخه د اغزنو کټارو د جوړولو امر کړی وو. دغه لاره د بالکان لارې په نوم یادیږي. هیومن رایټس واچ دغه مهال په روسکه کمپ کې شرایط ډیر ناوړه بللی وو.

په ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون زیات غیر قانوني مهاجر اروپا ته ولاړل چې ډیری یې په منځني ختیځ، افریقا او آسیا کې له جګړو او سختې بې وزلۍ څخه تښتیدلي وو.

زموږ له آرشیف څخه: