1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اروپايي اتحادیې پر روسیې باندې نوي بندیزونه تصويب کړي

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

اروپايي اتحادیې په اوکراين کې د روسیې د يرغلیزې جګړې له کبله پر دغه هېواد بندیزونه لا پسې قوي کړي دي. له دې نويو بندیزونو څخه ترکي او چينايي شرکتونه هم اغیزمن شوي.

https://p.dw.com/p/4hQxt
اروپايي اتحادیې پر روسیې باندې نوي بندیزونه تصويب کړي
اروپايي اتحادیې پر روسیې باندې نوي بندیزونه تصويب کړيانځور: Alexandros Michailidis/European Union

په اوکراين کې د روسیې د روانې يرغلیزې جګړې له کبله اروپايي اتحادیې پر روسیې باندې نوي بندیزونه وضع کړي. د اروپايي اتحادیې د ۲۷ غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې د بندیزونو دغه ۱۴مه بسته په رسمي توګه منلې ده.

دا نوي بندیزونه په ځانګړي توګه له پخوا راهيسې د موجودو بندیزونو دفع کول پيچلي کوي. له موجودو بندیزونو څخه سرغړونه د مثال په توګه د دې باعث ګرځېدلي ده چې د روسیې دفاعي صنايع اوس هم د هغو وسلو په توليد کې چې په اوکراين کې یې کاروي، د لویدیځ تکنالوژي کاروي.

د موجودو بندیزونو د دفع کولو ضد اقداماتو ترڅنګ دا بسته پر نورو سربیره دا هم په پام کې لري په لومړي ځل د روسیې د مايع ګاز پر تجارتونو هم کلک بندیزونه ولګول شي. په دې ترڅ کې به د مثال په توګه له بندرونو څخه لکه د بيلجيم زيبروګ بندر څخه نور د روسیې د مايع ګاز دريم هېواد ته په کښتیو کې بارول منع شي. دا به ايديال حالت کې د دې زمينه برابره کړي چې روسیه به د مايع ګاز د ترانسپورت د لږو امکاناتو له کبله لږ مايع ګاز وپلوري او په دې توګه به لږې پېسې پر خپله يرغلیزه جګړه کې مصرف کړي.

پر دې سربيره د نورو يو شمير هغو شرکتونو پر وړاندې بندیزونه هم د دې نوې بستې برخه دي، چې تور ور باندې لګول کيږي چې د روسیې د پوځي او تکنالوژۍ له درکه پياوړتيا او همدا راز د دغه هېواد د دفاعي او امنيتي سيکتور وړتياو په پراخولو کې نقش لوبوي.

پر دغو شرکتونو په راتلونکي کې د اروپايي ټولنې د پوځي استعمال توکو او تکنالوژۍ د پلور اجازه نوره نه شته. له دې شرکتونو څخه یې ځینو د اروپايي اتحادیې د معلوماتو په حواله خپل مقرونه دريمو هېوادونو لکه چين، قزاقستان، کرغیزستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي دي.

د بندیزونو پر دې نوې بستې توافق په اصل کې د تیرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د دوامدارو استازو له خوا تر سختو بحثونو وروسته شوی وو.

د آلمان حکومت په دې مذاکراتو کې په دې توانیدلی وو چې د بندیزونو د دفع کولو پر ضد د کلکو اقداماتو پلانونه د آلمان د اقتصاد په نفع يو څه را نرم کړي. علت یې د هغو شرکتونو له خوا خبرداري ول چې يوه لوري ته د اداري چارو د ډېر لکښت او بل لوري ته د عايداتو دلاسه ورکولو څخه ويره لري.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب