1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

اروپايي اتحادیه له «کوواکس» سره ۴۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي

۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

اروپايي اتحادیه د کرونا واکسین له ائتلاف (کوواکس)سره ۴۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي. د دغې پروژې هدف ټولو هیوادونو او په ځانګړي توګه د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو له پاره د کرونا د احتمالي واکسین پيرل دي.

https://p.dw.com/p/3hqmQ
Coronavirus Impfstoff Symbolbild
انځور: picture alliance/dpa

اروپايي اتحادیي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «کوواکس» په نامه د کرونا واکسین له ائتلاف سره یوځای کیږي. د دې ائتلاف هدف چې د نړیوال روغتیایي سازمان په ابتکار رامنځته شوی دی د کرونا احتمالي واکسین ته په نړیواله کچه لاسرسی دی.

د اروپایي اتحادیي کمیسیون اعلان کړی دی چې د دې پروګرام د ملاتړ له پاره ۴۰۰ میلیونه یورو اختصاصوي. د اروپایي اتحادیي د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ویلي دي هدف دا دی چې په ټولیزه توګه یو کار ترسره شي، څو «د ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو له پاره د کرونا احتمالي واکسین خریداري شي.»

د اروپایي اتحادیي کمیسیون مشرې ویلي دي: «زه ډاډمنه یم چې دا پروګرام موږ خپلې موخې ته یعنې دې ویروس ته ماتې ورکولو ته نږدې کوي، ځکه یو ټکې واضح دی: تر هغې چې ټول، که هغه په اروپآ کې وي او که د نړۍ په نورو برخو کې د دې ویروس پر وړاندې مصئون نه وي، موږ به مصئون نه شو.»

میرمن دیر لاین زیاته کړه: «په دې پروګرام کې د اروپايي اتحادیي د ګډون د ونډې د شرایطو او جزویاتو په اړه په راتلونکو ورځو او اونیو کې کار کیږي.»

د ټولو هیوادونو له پاره دوه بیلیونه دوزه واکسین

د «کوواکس» پروژې هدف دا دی چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې د نړۍ له مختلفو بازارنو څخه د کرونا د احتمالي واکسین دوه بیلیونه دوزه خریداري شي. سربیره پر دې دا پروګرام په پام کې لري چې اخیستل شوی واکسین د نړۍ د ټولو هیوادونو په اختیار کې ورکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: