1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د چټک اوربند غوښتنه کړې

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

اروپايي اتحاديې د طالبانو د وروستيو خونړيو بریدونو په غندلو سره په افغانستان کې د «چټک، جامع او دايمي اوربند» غوښتنه کړې ده. د اتحادیې له خوا ويل شوي چې طالبان له خپلو کړو ژمنو څخه سرغړونه کوي.

https://p.dw.com/p/3yaHc
EU ASEAN Außenminister Treffen 2019
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشر جوزيف بوريل او د دغې اتحاديې د مرستو او د بحران د مدیریت کميسار، طالبان تورن کړي چې د مذاکراتو له لارې سولې ته د رسيدو کړو ژمنو څخه يې تخلف کړی دی.

دوی په افغانستان کې روانو خونړیو جګړو ته په کتو ويلي دي: «دغو بې معنی تشدت افغانان له يو شمير ناخوالو سره مخ کړي او په امن ځایونو کې د ميشتیدو په لټه کې يې د داخلي بيځایه شويو شمیر لوړ کړی دی.»

په دې اړه يوې اعلامیه کې راغلي دي چي «د طالبانو پوځي حملې د دوحې د سولې مذاکراتو سره د دوی له کړو ژمنو سره مستقیم تضاد لري.»

په اعلاميه کې زیاته شوې ده: «په افغانستان کې د نړیوال بشردوستانه قانون او له بشري حقونو له اصولو څخه د سرغړونو ادامې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، دغه هیواد لړزولی دی، لکه په قصدي توګه د ملکيانو وژل، په عامه توګه د ښځو وهل او د زیربناوو له منځه وړل.»

په اعلاميه کې ويل شوي چې «يو شمير کړنې کیدای شي جنګي جرمونه وګڼل شي چې په اړه يې باید تحقیقات وشي. هغه طالب جنګیالي یا قوماندانان چې د دا ډول کړنو مسئول دي بايد ورسره حساب کتاب وشي.»

د اروپايي اتحاديې له آدرسه دغه غبرګون په ځانګړې توګه د طالبانو تر وروستيو درو بریدونو ښودل شوی: په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر باندې حمله، په لښکرګاه ښار باندې د دغې ډلې یرغليزې حملې چې ۴۰ ملکيان په کې وژل شوي او په کابل کې د سه شنبې ورځې په ماښام کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير پر کور د موټربم برید.

د اروپايي اتحاديې چارواکو ويلي دي: «اروپايي اتحادیه د یو عاجل، جامع او دایمي اوربند غوښتنه کوي تر څو دې سره سولې ته یو فرصت په لاس ورشي.»

په افغانستان کې جګړو د می میاشتې له پيل راهیسې چې له دغه هیواد څخه د میشتو وروستیو امریکايي او ناتو قواوو د وتلو بهیر پيل شوي، زور اخیستی دی. طالبانو په دې منځ کې ډيرې سیمې تصرف کړې چې دې سره افغان امنيتي ځواکونه د هیواد په مختلفو سیمو کې له يو لړ ننګونو سره مخ شوي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص