1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه: د افراطي اسلامپالې ترهګرۍ خطر لا هم موجو دی

۱۴۰۰ آذر ۱۹, جمعه

د اروپايي اتحاديې د تروریزم ضد چارو مسئول، ايلکا سلمي په اروپا کې د اسلامپاله افراطيانو له لوري د تروریزم خطر له ادامې خبرداری ورکړ، خو هغه افغانستان څخه اروپا ته د کډوالو په ليکو کې د ترهګرو د انتقاليدو امکان لږ بولي. 

https://p.dw.com/p/445G1
Deutschland Razzia Bremen
انځور: Sina Schuldt/dpa/picture alliance

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته په اروپا کې د اسلامپاله افراطيانو له لوري د خطر په اړه وويل چې «دغه ګواښ نسبتاً ډير لوړ دی» او اروپايان باید «بیا هم په اروپا کې د تروریزم له خطر څخه باخبره وي.»

دغه فنلندی سیاستوال په اکتوبر میاشت کې د ګیلس دوکرشوف پر ځای د اروپايي اتحاديې د تروریزم ضد چارو مسئول وټاکل شو. سلمي زیاته کړه: «موږ باید دا په نظر کې ولرو، حتی وروسته له هغې چې خلافت په عراق او سوریه کې ماتې وخوړه، د «اسلامي دولت» ايډيالوژی بیا هم پر خپل ځای ده او د اروپا پر امنیت به خپل اغیز ولري.»

«اسلامي دولت» نومې ډلې یا داعش په ۲۰۱۴م کال کې د عراق او سورېې ډيرې سيمې په خپلې ولکه کې راوستې او خپل نومولی خلافت يې اعلان کړ.

«اسلامي دولت» له پوځي نظره، د امریکا متحده ایالاتو په رهبرۍ د ائتلافي ځواکونو لخوا، وروسته له څو کاله جګړې ماتې وخوړه.

خو له دې سره سره، د اروپايي اتحاديې د تروریزم ضد چارو مسئول، د اسلامپالو افراطیانو او همدارنګه د ښي اړخي افراطیانو له خوا په آلمان او د اروپايي اتحاديې په نورو غړو هیوادونو کې د تروریزم خطر د ادامې څخه خبرداری ورکړ.

Afghanistan I Evakuierung
خو ايلکا سلمي له دغه خبرداري ترڅنګ له افغانستان څخه اروپا ته د کډوالو په ليکو کې د ترهګرو د انتقاليدو امکان لږ بوليانځور: Nicholas Guevara/USMC/UPI Photo/Newscom/picture alliance

د اروپايي اتحاديې د يو شمیر غړو هیوادونو حکومتونه، ښی اړخي افراطیت ته د خپل امنیت پر وړاندې د یو «لوړ خطر» په سترګه ګوري.

سلمي په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدلو او له دغه هيواد څخه د اروپايي اتحاديې حکومتونو له خوا د افغانانو د را ایستلو موضوع ته په کتو، د دې احتمال لږ بولي چې د انتقال شوو افغان مهاجرو په ډله کې دې مخفي تروریستان هم شتون ولري. هغه زیاته کړه چې د دې «لږ امکان» وجود لري چې «تروریستان یا هغه انسانان چې له تروریستي سازمانونو سره ارتباط لري، د پټو لارو چارو څخه په استفادې، هڅه کوي چې اروپايي اتحاديې ته سفرونه وکړي.»

ایلکا سلمي ټينګار وکړ چې له افغانستان څخه خلک په لومړي قدم کې د بشري دلایلو له مخې اروپايي اتحاديې ته راځي. خو هغې په عین حال کې وویل چې امنيتي ادارې باید «د هر ډول روشونو له لارې د فعالیتونو پر وړاندې آماده وي.»

هغه وضاحت ورکړ چې «باید غړي حکومتونه تقويه شي تر څو وشي کړای د هغو کسانو په ښه دقیقه توګه بیا کتنه وکړي چې له افغانستان څخه يې اروپايي اتحاديه راانتقالوي.»

ایلکا سلمي په خپل مقام کې د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د يو لس کسيز ټيم رهبري کوي. هغه د دې مسئوليت پر غاړه لري چې د اروپايي اتحاديې د سیاست او یا هم قوانینو په اړه سلا مشورې وکړي.