1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپايي اتحاديه د مهاجرت په تړاو نوي سياست ته اړتيا لري»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

د آلمان د نيدر زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې په سياست کي د تغير له پاره دي ابتکار وکړي.

https://p.dw.com/p/3terh
Spanien Exklave Ceuta | Migranten
انځور: Javier Fergo/AP/picture alliance

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوالي او د کوز زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د مهاجرت په تړاو د نوي اروپايي سياست پر اړتيا ټينګار کړی دی. هغې دا څرګندونې له مراکش څخه د هسپانيا باندني ټاپو سيوټا ته د يوې ورځي په جريان کي د زرونو مهاجرو د ورتلو وروسته کړي دي.

هغې زياته کړې ده: «سيوټا يو ځل بيا دا روښانه کوي چي د پناه غوښتونکو د ويش په موضوع کي د اروپايي اتحادیې په سياست کي پيوستون څومره مهم دی.»

بيرګيت هونه له آلمانۍ ورځپاڼي «نوين اوسنابريوکر» سره په خبرو کي ټينګار کړی دی چي د دې اړتيا ويني چي آلمان د پناه غوښتونکو د ويش په تړاو د اروپايي سياست په موضوع کي نوی ابتکار وکړي.

د هغې په وينا اروپايي اتحاديه بايد دا ثابته کړي چي د مشترکو ارزښتونو او پېوستون يوه اتحاديه ده: «د يوه هيواد له خوا په يوازي سر اقدامات اوږدمهاله حل نه دی.»

هغې ويلي: «د مهاجرت د فعال مدريت له پاره د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو خونديتوب او دا څرګندوالی مهم دی چي هلته څه کيږي او څوک اروپا ته راداخليږي.» د هغې په وينا له همدې کبله هغې د اروپايي اتحاديې د پوله ساتونکي آژانس فرونتکس پر ضد د تورونو موضوع په راتلونکي کنفرانس کي د اجندا برخه ګرځولې ده.

په دغه کنفرانس کي چي نن پنجشنبې (۲۰۲۱م کال د می ۲۰) ته پلان سوی دی پکښي د آلمان د ټولو ايالتونو د اروپايي چارو وزيران ګډون کوي. هونه ويلي: «په زياته په زورزياتي سره د مهاجرو بېرته شړلو تورونه بايد وڅېړل سي.»

له څو مياشتو راهيسي پر فرونتکس تور لګول کيږي چي په غيرقانوني توګه له نيمي لاري څخه د مهاجرو په بېرته پر شا شړلو کي لاس لري. د دې تر څنګ د دغه آژانس په وړاندي د اختلاس او اداري فساد ضد اروپايي ادارې اولاف له خوا هم پلټنې ادامه لري.

دغه پلټنې د هغو شکايتونو پر اساس تر سره کيږي چي په فرونتکس کي د ناکافي شفافيت، لابي ايزم او د پرسونال د خراب مديريت د تورونو په هکله دي.

هونه ويلي دي چي اصولا فرونتکس د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو له پاره مهم دی. هغې زياته کړې ده: »له همدې کبله دا مهمه ده چي د فرونتکس ماموريت تقويه کړل سي.» د هغې په وينا خو اروپا بايد په دې هم ډاډه واوسي چي حق او قانون په بشپړه توګه مراعت کيږي.

آ./ا.ا.

دا مطلب د دویچه د همکارې رسنۍ انفو مایګرنتس څخه اخیستل شوی.