1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کي اوس هم يو شمير وسله والې ډلي فعالې دي»

۱۴۰۰ آبان ۹, یکشنبه

د پناه غوښتنې له پاره د اروپايي اتحاديې آژانس په خپل تازه خپور سوي راپور کي په پاکستان کي اوس هم د فعالو يو شمير وسله والو ډلو څخه خبره کړېده. دغه راپور «د پاکستان امنيتي وضعه (اکتوبر ۲۰۲۱)» تر عنوان لاندي خپور سوی دی.

https://p.dw.com/p/42P7v
Pakistan Anschlag auf eine Religionsschule in Peschawar
آرشيف انځور: په پېښور کي پر يوه مدرسه بريدانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د اروپايي اتحاديې دغه آژانس د مهاجرو د اصلي هيوادونو په تړاو خپلو راپورونو په لړۍ کي په پاکستان کي د امنيتي او بشري حقونو د وضعيت په هکله هم خپلې ارزونې خپرې کړي دي. دغه راپور «د پاکستان امنيتي وضعه (اکتوبر ۲۰۲۱)» تر عنوان لاندي خپور سوی دی. له دې مخکي د پاکستان په هکله هم تېر کال اکتوبر کي داسي راپور خپور سوی ؤ چي تازه راپور د هغه تسلسل دی.

په دغه راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۲۰ کال او د روان ۲۰۲۱ کال په لومړيو ۷ مياشتو کي په پاکستان کي د تحريک طالبان پاکستان، القاعده، داعش خراسان او يو شمير نورو جنګي ډلو بريدونه تر سره کړي دي.

د راپور په حواله په پاکستان کي فعالې جنګي ډلې په داسي حال کي خپلو د تاوتريخوالي فعاليتونو ته ادامه ورکوي چي پر ضد يې امنيتي ځواکونو په ۲۰۲۰ کال ۴۷ عمليات تر سره کړي دي. زياته سوې چي یادې ډلې هدفي وژني، ځانمرګي بريدونه، خپله جوړ کړل سوو ماينونو ته انفجار ورکول، د دستي بمونو بريدونه، راکټي بريدونه او يو شمير نور تخريبي فعاليتونه ترسره کوي.

په ۲۰۲۰ کال د پاکستان د امنيتي چارواکو له خوا په ترسره سوو عملياتو کي د پاکستان په څلورو ايالتونو يا صوبو کي ۱۴۶ کسان وژل سوي دي چي ورڅخه ۱۲۹ يې اورپکي او ۱۷ يې امنيتي ځواکونه دي. د راپور په حواله د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کالونو په لومړيو نيمايي برخو کي په پاکستان کې د تاوتريخوالي په بيلو برخو کي ۳۴۴ ولسي کسان ووژل سول.

په راپور کي ادعا سوې ده چي د پاکستان يادې فعالې وسله والې ډلې په دغه هيواد کي پر ديني او مذهبي لږکيو بريدونه کوي. په ټوليزه توګه ۱۵۰ پاڼي لرونکی دغه راپور د پناه غوښتونکو کسانو له پاره يو لارښود دی.

په راپور کي په پاکستان کي د احمديانو، شعيه مسلمانانو، هندوانو، سکهانو او يو شمير نورو لږکيو پر ضد د هدفي وژنو، د مذهب د سپکاوي پيښو، په زور د دين د بدلولو قضيې او له کرکي ډکو ويناؤ څخه خبره سوې ده.

د پناه غوښتنې له پاره د اروپايي اتحاديې په دغه راپور کي راغلي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر انخلا وروسته پاکستان د افغانستان سره پر خپله پوله امنيتي ځواکونه زيات کړي دي. د راپور په وينا دا له دې کبله چي پاکستان له افغانستان څخه ورته د مهاجرو د ممکنه څپو مخه نيول غواړي.

له دې مخکي د اروپايي اتحاديې پارلمان د ۲۰۲۱ کال د اپريل په ۲۹مه نېټه د يادو تورونو په رڼا کي د پاکستان پر ضد يوه اعلاميه تصويب کړې وه چي په حق کي يې لوی اکثريت يعني ۶۸۳ استازو رايه ورکړې وه. په دغه اعلاميه کي دغه پارلمان غوښتنه کړې وه چي په ۲۰۱۴ کال و پاکستان ته ورکول سوي تجارتي مراعات دي بېرته واخيستل سي. دا ډول منفي راپورونه د پاکستان نړيوالو اړيکو ته زيان رسوي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.