1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپایي اتحادیه دې له یونان سره په شخړه کې بی طرفي وساتي»

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

د ترکیې ولسمشر له اروپایي اتحادیي غوښتي چې د انقرې او اتن د ګازو په شخړه کې د یونان له جانبدارۍ دې ډډه وکړي. ترکیه او یونان چې دواړه د ناټو غړي دي د مدیترانې په ختیځ کې د ګازو پر موضوع د نظامي مخامخ کیدو تر سرحده رسیدلي.

https://p.dw.com/p/3i6cz
Türkei Recep Tayyip Erdogan Erdgas Fund Mittelmeer
انځور: picture-alliance/dpa/Turkish Presidency

د رپوټونو په حواله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اروپایي اتحادیي د شورا مشر شارل میشل د شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۶ ) د تلیفونې اړیکې په ترڅ کې د نورو مسائلو ترڅنګ د مدیترانې په ختیځ کې د تشنج په هکله خبرې کړي دي.
اردوغان له شارل میشل څخه وغوښتل چې اروپایي اتحادیه دې د یونان او ترکیې په مناقشه کې «مسئولانه او بی طرفانه» عمل وکړي.
د آناتولې خبري آژانس په انقرې کې د جمهوري ریاست د ارتباطاتو بنسټ په حواله رپوټ ورکړی دی چې اردوغان د مدیترانې د ختیځ مسائلو په هکله د اروپایي اتحادیي دریځ «د بین المللي حقونو او سیمه ایزې سولې له نظره د صداقت ازمایش» بللی دی.

د آناتولي په حواله اروغان شارل میشل ته ویلي دي: «اروپایي اتحادیه باید د یونان او په ختیځ مدیترانه او آژه سمندر کې د دې اتحادیي د یو شمیر هیوادونو د تشنج رامنځته کونکو اقداماتو د مخنیوي په برخه کې له خپلو مسئولیتونو سره د حقانیت په چوکاټ کې چلند وکړي.»

د اروپایي اتحادیي د شورا مشر د اردوغان د دې څرکندونو په ځواب کې له هغه څخه غوښتي دي چې له هر داسې اقدام پورته کولو څخه دې ډډه وکړي چې له یونان سره د تشنج د ډیریدو سبب کیږي.
د مدیترانې سمندر په ختیځ کې د ګازو د سرچینې له کشفیدو وروسته له دې منبع څخه د ګټې اخیستنې پر سر د یونان، قبرس او ترکیې ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

څه موده مخکې د «فتح» په نوم د ترکیې اکتشافي کشتۍ په سیمه کې د ګازو د یوې سترې زیرمې د پيدا کولو خبر ورکړ چې د ذخایرو ظرفیت یي ۲۳۰ میلیارده متره مکعب اټکل شوی دی.

د ترکیي سمندري ځواکونو د یکشبنې ورځې راهیسې د قبرس د شمال په اوبو کې تمرینونه پیل کړي دي.
د قبرس ټاپو په ۱۹۷۴ میلادي کال کې د ترکیې له نظامي حملې راهیسې په دوو شمالي او جنوبي برخو ویشل شوی دی.
«شمالي قبرس جمهوریت» چې د ترکیې په مرسته رامنځته شوی دی یوازې د انقرې له خوا په رسمیت پيژندل شوی دی.
ترکیې د قبرس د شمالي برخې تر اشغال وروسته خپل نظامي ځواکونه په دې سیمه کې مستقر کړي دي، خو نړیواله ټولنه د قبرس ټاپوګانو مجموعه د یوه مستقل هیواد په توګه په رسمیت پيژني. قبرس له ۲۰۱۴م کال راهیسې د اروپایي اتحادیي غړی دی.

له یونان څخه د اروپايي اتحادیي ملاتړ

د مدیترانې په ختیځ او آژه سمندر کې د ګازو د شخړي په جریان کې د اروپايي اتحادیي هیوادونو د یونان او قبرس اړخ نیولی دی او د ترکیې ټاپوګانو په سمندري حریم کې د کشف شوي ګازو د ذخایرو په اړه د دغه هیواد ادعا په رسمیت نه پيژني.

د مدیترانې په ختیځ کې د ګازو د انکشاف پرسر د اتن او انقرې ترمنځ جنجال د تیر کال راهیسې پيل شوی دی او په تیرو اونیو کې یې شدت موندلی دی. په همدې منځ کې یونان هم په سیمه کې خپل سمندري ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راوستلي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سپټمبر میاشتې په ۴ نیټه د ترکیې او یونان ترمنځ د منځګړتوب له پاره انقرې ته سفر وکړ. نوموړي مخکې له خپل سفر څخه ویلي وو چې اوس د دې وخت دی چې دواړه اړخونه په چټکۍ او پریکړنده ډول د تشنج کمولو د مسئلې د حل په خاطر خبرو اترو ته تیاری وښیې.
 

Türkei Erdgas Schwarzes Meer Bohrschiff Fatih
د «فتح» په نوم د ترکیې اکتشافي کشتۍ چې د ګازو د یوې سترې زیرمې د پيدا کولو خبر یې ورکړ.انځور: Reuters/Y. Isik

ترکیه او یونان دواړه د شمالي انتلانتیک دفاعي تړون (ناټو) غړي دي.
د ناټو د غړو ترمنځ نظامي جنجالونه تل په ډیر حساسیت سره څارل کیږي او کولی شي د تړون غړي هیوادونه له ډیر ستونزمن سیاسي وضعیت سره مخامخ کړي.

ترکیې او یونان ته د آلمان خبرداری
د آلمان خبرې آژانس د رپوټ پر بنسټ د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د مدیترانې د ختیځ کړکیچ «له اور سره لوبیدو» سره تشبیه کړ او خبردارې یي ورکړ چې ډیر کوچنې ټکان هم کیدای شي د ناورین د رامنځته کیدو سبب شي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر آتن ته د خپل سفر پر مهال پر دواړو خواوو له زغم څخه د کار اخیستې غږ وکړ او ویلي يي وو چې ترکیه او یونان باید د شخړیزو مسائلو په اړه سوله ایز حل لارې ته لاسرسی پيدا کړي.
 

ترکیه د خپلې انرژې د تامين په خاطر په شدت سره پر وارداتو تکیه لري. اردوغان تیره میاشت ویلي وو چې په مدیترانه کې د ګازو له زیرمې څخه د ګټې اخیستنې تر پيلیدو وروسته به ترکیه تر راتلونکو دریو کلونو پورې د ګازو پر یوه صادرونکي هیواد بدل شي.
دویچه ویله: ش.ن/ م. ق. ن