اردن د سوریې د مهاجرنیو له پاره کمپ پرانیستی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبهاعلان
اردن د لومړي ځل له پاره د خپل گاونډي هیواد سوریې د کډوالو له پاره یو کمپ پرانیستې دئ. زیاته شوې ده چې په دغه کمپ کې د ۱۲۰ زرو کډوالو له پاره خیمې برابرې شوي دي. دغه کمپ د اردن د بهرنیو چارو وزیر او د ملگرو ملتونو د نمانیده له خوا پرانیستل شو.
د راپورونو پر اساس شاوخوا هره ورځ ۲۰۰۰ سوریان په خپل هیواد کې د ناامنیو له وجې د اردن په لور خوځیږي. د ملگرو ملتونو د مهاجرنیو د کډوالو د ادارې د ارقامو پر اساس په اردن، لبنان، ترکیې او عراق کې تر ۱۲۰ زرو زیات سوریایي کډوال راجستر شوي دي. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې یوازې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د حلب له ښار څخه شاوخوا ۲۰۰ زره خلک تښتیدلي دي.