اردن بيرته له اسرائيلو خپلي سیمي غواړي
۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبهد رادن د خبري آژانس پېترا په حواله پاچا دوهم عبدالله ویلي دي، چي خپل همسایه هیواد اسرائيلو ته یې خبر ورکړی دی، چي د باقوره او غُمر سيمو د ورکولو تړون نور نه تمدیدیږي. پاچا زیاته کړه چي «باقوره او غُمر د اردن خاوره ده او په اردن کي به هم پاته سي.» باقوره د جلیل رود او غُمر د مړې بحیرې په جنوب کي موقعیت لري.
د اجارې تړون په ۲۰۱۹م کال کي پای ته رسیږي
د ۱۹۹۴م کال د سولي تړون په یوه ضمیمه اي تړون کي راغلي وه، چي اسرائيل له دغو سيمو څخه استفاده کولای سي. دغه موافقه د ۲۵ کلونو له پاره اعتبار درلود او که یوه خوا هم هغه لغؤ اعلان نه کړي، نو تړون په اتوماتیک ډول سره تمدیدیږي.
ددغي زراعتي ۴۰۰ هکټاره مځکي اجاره د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر مياشتي پر ۲۵ نیټه پای ته رسیږي. د دواړو خواو د موافقې پر اساس تړون باید لږ تر لږه یو کال د هغه تر ختمیدو دمخه ملغی اعلان سي.
د پاچا دوهم عبدالله د تصمیم نیولو علت عملأ هغه عام داخلي فشار دی، چي پر اساس یې باید دغه سیمي بیرته د اردن تر کامل کنټرول او حاکمیت لاندي راسي. د همدې تیري جمعې په ورځ مظاهره کوونکو په عمان کي حتی غوښتنه کوله چي له اسرائيلو سره د سولي ټوله تړون ملغی اعلان سي.
له بلي خوا بیا د اسرائيلي رسنیو په حواله صدراعظم بنيامين نيتانياهو اعلان کړی دی چي غواړي ددغو سيمو د اجارې د تمدید په خاطر له اردن سره معامله وکړي.
نيتانياهو په عین حال کي له مصر او اردن سره د سولي تړون د ټوله منځني ختيځ د «ثبات له پاره ډیر مهم» وباله.
مصر او اردن یوازني عربي هیوادونه دي چي له اسرائيلو سره یې د سولي تړون امضأ کړی دی. دغه تړون د ۱۹۹۴م کال اکتوبر مياشتي پر۲۶ نیټه د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت د جمهور رئيس بیل کلینتن په حضور کي د اردن د پاچا حسین او اسرائيلو د لومړي وزير اسحق رابین تر منځ لاسليک سوی وو.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(20.01.2018 )