اردن ادعا کړې چې د سوریې له خوا پرې توغندي توغول شوي
۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبهاعلان
د اردن هیواد ادعا کړې چې سوریې پرون شپه ناوخته د دوی پر خاوره څلور توغندي ورولي دي چې یو شمیر ماشومان ئې ټپیان کړي دي. د اردن د حکومت په وینا دوی په خپل هیواد کې د سوریې دیپلومات راغوښتی دئ چې د پیښې په اړه ورته احتجاج وکړي. دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې آیا د دغه توغندیو هدف په اردن کې د سوریې د یاغیانو په نښه کول او که نه. د سوریې او اردن تر منځ پوله، اردن ته د مهاجرینو د ورتگ په مهال د دغسې وسله والو پیښو شاهده پاتې شوې ده.