احمدولي کرزی: دباندي مي پيسې نه دي ايستلي
۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبهواشنګټن پوست د امريکا د څارګي ادارې د چارواکو په حواله ليکلي ول چي، دوﺉ د ډالرو هغه يو شمير بکسونه ليدلي چي په احمدولي کرزي پوري تړلي ول او د کندهار له هوايي ډګر څخه دوبی ته انتقال سوي.
خو احمد ولي کرزی دغه تورونه نه مني نوموړی چي غربي رسنۍ ورته د جنوبي افغانستان پادشاه وايي په يوه خبري غونډه کي د واشنګټن پوست ورځپاڼي دغه رپوټ بي اساسه او د دوﺉ کورنۍ ته يو سياسي ګزار وباله.
« پر ما دا تورونه داسي محال لګول کيږي چي د حامد کرزي او بهرنيانو تر منځ په اړيکو کي تت والی رامنځ ته سي، ولسمشر په دي ورستيو کي د شخصي امنيتي کمپنيو فعاليت لغوه اعلان کړ، پر ما لګول سوي تورونه د ولسمشرکرزي د همدې پرکړي په وړاندي غبرګون دی».
د کرزي په وينا تيري درې څلور مياشتي چي د افغان حکومت او امريکا تر منځ اړيکي ښې وې هيڅ خبره نه وه خو اوس چي يې تر منځ د امنيتي کمپينو پر سر ستونزه را پو رته سوې په هغه پسي بيا بيا ليکني کيږي.
نوموړي د ځان په اړه لګول سوي تورونه خيالي کيسي وبللې او ويي ويل چي د امريکا د څارګري ادارې غوندي يوي ځواکمني اداري مامور څرنګه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط واشنګټن پوست ته معلومات ورکوي.
بهرته په زيات شمېر کي د ناقانونو پيسوانتقال هغه مسله ده چي له افغان دولت سره يي د مرستنديو ټولنو انديښني را پارولي دي.
څه موده د مخه هم غربي رسنيو ته لوړپوړو لوېديز والو ويلي ول چي د افغانستان څخه په ملينونو ډالره د باندي وزي.
د هغوﺉ په خبره چي په دې کي د حامد کرزي د کورنۍ او د هغه د کابينې يو شمېر غړي شامل دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل